د الجزیره ټېلېوېژن یو نومیالی خبریال سره د څلورو همکارانو په غزې ښار کې د اسراییلیو ځواکونو ډرون برید کې وژل شوی دی.
په غزه کې چارواکو او الجزیره ټېلېوژن ویلي دي چې ۲۸ کلن انس الشریف له خپلو همکارانو سره د غزې ښار په ختیځ کې له الشفا روغتون سره نېږدې په یوه خیمه کې وو چې د اګست پر ۱۰مه ناوخته د اسراییلو په حمله کې ووژل شو.
د فرانسې خبري اژانس د اګست پر ۱۱مه د ملکي دفاع ادارې او د روغتون د مشر په حواله ویلي دي چې په برید کې یو بل فلسطینی خبریال محمد الخالدي هم وژل شوی دی.
الجزیره ټېلېوېژن وايي، په برید کې یې د شریف تر څنګ بل خبریال محمد قریقع او درې کیمره چلوونکي ابراهیم ظاهر، مومن علیوه او محمد نوفل وژل شوي دي.
ټېلېوېژن او نړیوال اژانسونه وايي، د هغو خبریالانو جنازې د اګست پر ۱۱مه په غزې تړانګه کې وشوې چې پکې ګڼو خلکو ګډون وکړ.
رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونه وايي، اسراییلي پوځ د انس الشریف وژنه تایید کړې او ویلي یې دي چې هغه د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د یوې برخې مشر او پر اسراییلو په راکټي بریدونو کې ککړ وو.
د فرانسې خبري اژانس وايي، اسراییلي پوځ هغه په تېرو وختونو کې هم د "خبریال په جامه کې" د یو "ترهګر" په نوم یاداوه.
خو الجزیره ټېلېوېژن د اسراییلي پوځ دا دعوه رد کړې او خپله شریف هم په تېرو وختونو کې له حماس سره د تړاو تورونه رد کړي ول.
د رسنیو د ازادۍ یوې ډلې او د ملګرو ملتونو یو کارپوهې هم په وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې د شریف ژوند له غزې څخه د راپورونو ورکولو له کبله له خطر سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې اېرین خان تېره میاشت ویلي ول چې پر شریف د اسراییلو تورونه بې بنسټه دي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو ادارې په غزه کې د شپږو خبریالانو وژنه غندلې او د اګست پر ۱۱مه یې په بیان کې دا کار "د نړیوال بشري قانون شدیده سرغړونه" بللې ده.
رویټرز اژانس وايي، شریف یې پخوا د هغو خبریالانو له ډلې څخه وو چې په ۲۰۲۴ز کال کې یې د اسراییلو او حماس جګړې پر مهال د تازه او عاجلو خبرونو د انځورونو په برخه کې پولېټزر انعام ګټلی وو.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ ویلي چې د غزې په شاوخوا ۲۲ میاشتنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۸۶ خبریالان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست پر ۱۰مه د غزې ښار د نیولو په اړه د اسراییلو پر ارادې د بحث لپاره بیړنۍ غونډه وکړه.
هغه ناسته تر هغې دوه ورځې وروسته وشوه چې اسراییلۍ امنیتي کابینې هغه پلان تایید کړ. د اسراییلو دې اقدام پر نړیوال کچ غصه پارولې ده.
په عین حال کې د اګست پر نهمه شپې مهال په زرګونو اسراییلیانو په تل ابیب کې د یوشمېر لوړپوړو وزیرانو د هغه پلان پر ضد لاریون وکړ او "سمدستي" یې په غزې تړانګه کې د جګړې درولو او د ټولو یرغملیانو ازادولو غوښتنې وکړې.
حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.
تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۰،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.
د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله د تړانګې زیاتره برخه ویجاړه شوې او شاوخوا ټول اوسېدونکي یې بې ځایه شوي دي.
په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.