اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه به "د مخکې تګ لپاره تر ټولو اغېزناکه" لاره وي.
نوموړي دا خبره پر دې سربېره کړې چې د شخړې پای ته رسولو هڅې درېدلې برېښي او کییف او مسکو دواړو د یو بل پر وړاندې ډرون حملو ته دوام ورکړی دی.
زېلېنسکي د اګست پر ۲۴مه له پخواني شوروي اتحاده د خپل هېواد د خپلواکه کېدو ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې ژمنه وکړه چې "روسیه به سولې ته وهڅوي."
تر دې مخکې، د اګست پر ۲۴مه د اوکراین لوړپوړي جنرال وویل، اوکراینیو سرتېرو په ختیز دونېڅک سیمه کې درې کلي له روسیو ځواکونو څخه بېرته نیولي دي.
د روسیې دفاع وزارت د اګست پر ۲۳مه په دونېڅک کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نېږدې د دوو نورو مېشتځایونو د واک ترلاسه کولو خبر ورکړی وو. مسکو تر دې یوه ورځ مخکې هم ویلي ول چې په دونېڅک کې یې درې کلي نیولي دي.
د جګړې د ډګر بریاوو په اړه د کییف او مسکو دعوې په خپلواکه توګه نه شي تاییدېدای.
د اګست پر ۲۴مه اوکراین پر روسیې ډرون حملې وکړې چې له کبله یې په یو اټومي برېښناکوټ کې اور ولګېد خو روسیو کارکوونکو په چټکۍ وواژه.
د مسکو ښاروال سېرګې سوبیانین د اګست پر ۲۵مه وویل، روسیو هوايي دفاعي ټولیو د روسۍ پلازمېنې پر لوري الوت کوونکې دوه بې پیلوټه الوتکې وویشتې. هغه وویل، د بیړنیو خدماتو ادارې کارکوونکي د الوتکو پاتي شوني ټولوي.
اخوا د سومي سیمې پوځي انتظامیې ویلي، د اګست پر ۲۴مه د روسیې په برید کې د ځینو مېشتځایونو برېښنا (بجلي) قطع شوه. انتظامیه وايي، روسیو سرتېرو د هدایت شویو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په کارولو په سومي سیمه کې ملکي بېخبنا (انفراسټرکچر) په نخښه کړی خو په حملو کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د بې پیلوټه الوتکو حملې او ځمکنۍ جګړه پر دې سربېره روانه ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمینځ د سرمشریزې پر جوړولو ټینګار کوي. البته دې هڅې د اګست پر ۱۵مه د الاسکا په اینکرېج د نوموړي او د پوتین ترمینځ له ملاقات راهیسې نتیجه نه ده ورکړې.
زېلېنسکي د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په وینا کې وویل، د دواړو هېوادونو د "مشرانو ترمینځ خبرې د مخکې تګ تر ټولو اغېزناکه لاره" ده خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف له امریکايي اېن بي سي نیوز رسنۍ سره په مرکه کې د مستقیمو خبرو پر وړاندې نوی خنډ ایجاد کړ.
نوموړي په ثبت (رېکارډ) شوې مرکه کې وویل: "د اینکرېج غونډې ته غبرګون، په واشنګټن کې د اروپايي استازو ورغونډېدل او هغه څه چې یې د واشنګټن تر ناستې وروسته کړي ښيي چې هغوی سوله نه غواړي."
هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي یعنې، چین، فرانسه، روسیه، برېتانیا او امریکا، دې د اوکراین د امنیت ضامنان شي.
کییف او متحدانو یې تر اوسه د سولې د موافقې لپاره د امنیت په ضامنانو کې د روسیې د شاملېدو نظر رد کړی دی او زېلېنسکي په دې بهیر کې د بیجنګ د رول لوبولو امکان هم رد کړی دی.
روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.