د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي له پوتین سره یې خبرې ګټورې وې خو د اوکراین جګړې پای ته رسولو تړون ونه شو


ټرمپ او پوتین په الاسکا کې خبریالانو ته د سرمشریزې په اړه لنډې خبرې وکړې - د اګست ۱۵مې انځور
ټرمپ او پوتین په الاسکا کې خبریالانو ته د سرمشریزې په اړه لنډې خبرې وکړې - د اګست ۱۵مې انځور

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي د اوکراین د جګړې پر سر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې مهم پرمختګ شوی خو هغوی کومې نهايي پایلې ته نه دي رسېدلي او نه هم کوم تړون شوی دی.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د اګست په ۱۵مه د الاسکا له اینکرېج ښاره بهر د اېلمېنډورف - رېچرډسن په ګډه اډه کې سره وکتل. د دواړو مشرانو ترمینځ خبرو پاو کم درې ساعته وخت ونیولو. بیا دواړه د خبریالانو په مخکې د خبرو لپاره حاضر شول، لنډې خبرې یې وکړې خو د خبریالانو پوښتنې یې وانخیستې.

خبري غونډې ته د وینا پرمهال د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ټینګار وکړ چې د اوکراین د جګړې "اصلي لاملونو" ته دې کتنه وشي. هغه د اوکراین د پوځي ځواک د محدودولو او د دې باور غوښتنه وکړه چې اوکراین به له ناټو سازمان سره نه یو ځای کېږي.

ټرمپ او پوتین دواړو په خپلو نږدې درې دقیقې خبرو کې هېڅ وضاخت ورنه کړ چې په کومو خبرو کې سره موافقې ته رسېدلي دي او کومې نقطې داسې وې چې پرې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

پر ولسمشر ټرمپ ځینو وار له مخه دا انتقاد کاوه چې له پوتین سره په خبرو کې یې اوکراین نه دی شامل کړی خو ده وویل چې د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي ته به زنګ ووهي، همداراز به ناټو او اروپایي متحدانو ته د دې سرمشریزې د نتیجو په اړه معلومات ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر دې وړاندې په وار وار سره ویلي وو چې که مسکو د اوکراین پرضد جګړه و نه دروي نو "له خورا شدیدو پایلو" سره به مخامخ شي

که څه هم ټرمپ او پوتین د ۲۰۲۵ز کال له جنورۍ راهیسې لږ تر لږه پینځه ځله په ټیلیفون خبرې کړې دي خو ډانلډ ټرمپ په دویم ځل واک ته له رسېدو وروسته د اګست په ۱۵مه په لومړي ځل له ولادیمیر پوتین سره مخامخ ولیدل.

تر غونډې مخکې د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي په ټېلیګرام کې ولیکل چې په امریکا حساب کوي خو نوموړي دا هم لیکلي دي چې داسې غونډې چې درې اړخیزې شي چې په هغې کې اوکراین هم حضور پیدا کړي بیا صادقانه سولې او اصلي خبرو اترو ته حقیقي لاره پرانیستلی شي.

اروپايي مشران، چې په خپله هم له دې غونډې څخه څنګ ته پاتې شوي دي، د هغو احتمالي معاملو په اړه تر غونډې مخکې اندیښمن وو چې اوکراین به په کمزوري دریځ کې پرې ښودل شي.


XS
SM
MD
LG