د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي د اګست پر ۱۸مه له ټرمپ سره په واشنګټن کې ګوري


د اوکراین او امریکې ولسمشران په ګرافیک جوړ شوي انځور کې - د انځور جوړولو نېټه فبروري ۲۵، کال ۲۰۲۵ز
د اوکراین او امریکې ولسمشران په ګرافیک جوړ شوي انځور کې - د انځور جوړولو نېټه فبروري ۲۵، کال ۲۰۲۵ز

د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي وايي له خپل امریکايي سیال ډانلډ ټرمپ سره په واشنګټن کې ګوري او د جګړې د پای ته رسولو په اړه ورسره خبرې کوي.

نوموړي دا څرګندونې د اګست پر ۱۶مه په ټیلېګرام په یو پیغام کې کړې دي. په پیغام کې راغلي، دا لیدنه به د اګست په ۱۸مه نېټه ترسره شي.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې د زېلېنسکي دا بیان د اګست پر ۱۶مه د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د "اوږد او له محتوا ډک" ټیلیفوني تماس نه پس مخې ته راغلی دی. ټرمپ په دغه ټيليفوني تماس کې زېلېنسکي ته په الاسکا کې د شوې سرمشریزې تفصیلي حال احوال بیان کړ.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډانلډ ټرمپ او ولاديمیر پوتین د اګست پر ۱۵مه په الاسکا کې د سرمشریزې پر مهال د اوکراین په شخړه خبرې وکړې. دواړه نږدې تر درې ساعته د بندو دروازو ترشا تر خبرو وروسته د خبریالانو په وړاندې حاضر شول او لنډې خبرې یې وکړې. ټرمپ خبریالانو ته وویل، له پوتین سره یې خبرې ګټورې وې خو د اوکراین جګړې پای ته رسولو تړون ونه شو. پوتین هم وویل چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو ته یې هېواد لېواله دی خو د دغې شخړې "اصلي لاملونو" ته دې کتنه وشي.

زېلېنسکي د اګست پر ۱۶مه پر ټیلېګرام پیغام کې وړاندې لیکلي دي چې لومړی هغه او ټرمپ یو په یو پر ټیلیفون خبرې وکړې او بیا په تعقیب یې اروپايي مشران هم په دغه تماس کې شامل کړای شول.

زېلېنسکي لیکلي: "زما هوډ دی چې له ولسمشر ټرمپ سره د اوکراین د جګړې او په دغه جګړه کې د خلکو د وژنې پای ته رسولو په اړه په تفصیل خبرې وکړم. زه له هغه نه مننه کوم چې راته یې بلنه راکړه."

بل پلو د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم له زېلېنسکي او اروپايي مشرانو سره تر ټیلېفوني خبرو وروسته په ټروت سوشل لیکلي دي چې که د اګست پر ۱۸مه د هغه او زېلېنسکي ترمینځ خبرې ښې پرمخ ولاړې نو بیا به د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره هم د یو ملاقات مهالوېش جوړ کړي.

تر دې وړاندې په الاسکا کې خبري غونډې ته دوینا پر مهال پوتین ټینګار کړی وو چې د اوکراین د جګړې "اصلي لاملونو" ته دې کتنه وشي. هغه د اوکراین د پوځي ځواک د محدودولو او د دې باور غوښتنه کړې وه چې اوکراین به له ناټو سازمان سره نه یو ځای کېږي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر دې وړاندې په وار وار سره ویلي وو چې که مسکو د اوکراین پرضد جګړه و نه دروي نو "له خورا شدیدو پایلو" سره به مخامخ شي

XS
SM
MD
LG