د ایران د صرافي مهم بازار د چارشنبې په ورځ د دې سربیره تړلی پاتې شو، چې حکومت هڅه وکړه، چې دا بازار پرانیزي. عیني شاهدان وایي، چې د فردوسي په میدان کې د حکومت د ځپونکو هڅو له امله د لسګونو مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړې وشوې.
د ایران ولسمشر د تیرو کلونو په څير، د عمومي اسامبلۍ تر پيل مخکې د انتقادونو څخه ډکې څرګندونې وکړې. محمود احمدي نژاد د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا شدیده نیوکه وکړ؛ چې د اسراییل د اټمي سرګلولو ساتنه کوي. ده زیاته کړه، چې ایران د اسراییل د هر ډول ...
د ایران د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني لور فایزه هاشمي پرون د شپږو میاشتو لپاره زندان ته واستول شوه. نوموړې د جنورۍ په میاشت کې د حکومت ضد تبلیغاتو له کبله په شپږ میاشتې بند محکومه شوې وه .
د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک اټکل کوي چې اسرائيل به په تدريجي ډول د ګواښونو له حد څخه پښه واړوي او پر ايران به بريد وکړي. داسې اوازې تودې شوي چې اسرائيل به په نومبر کې د امريکا تر انتخاباتو مخکې پر ايران هوايي بريد پيل کړي.
تهران د ۱۳۷۱ لمریز کال راهیسې هڅه کړې ده، چې پرځان متکي نظامي پروګرام جوړ کړي. په دې وروستیو کې ایراني پوځي مشرانو ویلي دي، دوی په دې باور دي، چې راتلونکي جګړې به هوايي او سمندري وي، له همدې کبله تهران هڅه وکړه،
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري وايي؛ پر ایران د حملې په صورت کې به په خلیج کې د هرموز تنګی چې د نړۍ د تیلو دریمه برخه ورڅخه تیریږي، د دوی د پوځی عکس العمل هدف وي. جعفري خبریالانو ته وویل،
ټاکل شوې د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې مديره هيئت د پنجشنبې په ورځ يو پرېکړه ليک تصويب کړي، چې د نړېوالو قدرتونو له خوا پر ايران انتقاد کېږي او بل هدف يې دا دى چې اسرائيل پر ايران له پوځي اقدام څخه راوګرځوي.
د لبنان د حزب اله مشر وایي، ایران ښایي د دې هېواد پر اټومي تاسیاستو د اسرایل د یوې حملې په ځواب کې په منځني ختیځ کې د امریکا پر پوځي اډو حملې وکړي، ان که امریکایي ځواکونه په دغسې یوې حملې کې ونډه هم ونه لري.
د ایران مذهبي مشر ایت اله علي خامنه اي نن په تهران کې د ناپیليو هیوادو په غونډه کې وویل، چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې، "زه ټینګار کوم، چې اسلامي جمهوریت کله هم د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي..
ایران چې نن د ناپیلیو هېوادنو د غورځنګ د مشرانو کوربه دی، هیله من دی چې په دې سره به وکولای شي، په نړېواله سطحه خپل حیثیت او اعتبار پیاوړی کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بان کي مون، که چرته دا اونۍ ایران ته د خپل سفر په لړ کې، ایراني مشران په دې قانع نه کړای شي؛ چې خپلې مشکوکې هڅې د اټمي وسلو د جوړلو لپاره ودروي او یا هم د ایران له خوا د اسراییل د له منځه وړلو د ګواښونو په قضیه کې پاتې راشي...
امریکایي سناتور جوزيف لیبرمن د ازادۍ راډیو د مرکزي دفتر د لیدنې پر مهال وویل، داسې ښکاره شواهد شته، چې ایران د اټومي وسلې د تولید هڅه کوي.
نور راوښيه