د لبنان د حزب اله مشر وایي، ایران ښایي د دې هېواد پر اټومي تاسیاستو د اسرایل د یوې حملې په ځواب کې په منځني ختیځ کې د امریکا پر پوځي اډو حملې وکړي، ان که امریکایي ځواکونه په دغسې یوې حملې کې ونډه هم ونه لري.
حسن نصراله د لبنان د المیاالدین ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، د ځوابیه اقدام په اړه پریکړه شوې او ځواب به ډیر قوي وي.
د حزب اله مشر وویل، په دغه ځوابیه اقدام کې یواځې اسراییل نه دی چې په نښه کیږي بلکه ایران به په ټول منځني ختیځ کې د امریکا پوځي اډې ترحملې لاندې راولي.
نصراله وویل، دغه معلومات یې له ایراني چارواکو ترلاسه کړي او هغوي ویلي چې که اسراییل پر ایران حمله وکړي مسولیت به یې د امریکا په غاړه وي.
د تهران د اټومي تاسیساتو په اړه د اسراییل وروستیو سختو ګواښونو ته په پام سره داسې اوازې زیاتې شوي چې ګواکې دغه هېواد ښایي په امریکا کې د نومبر د میاشتې د جمهوري ریاست د انتخاباتو مخکې پر ایران حمله وکړي.
د اسراییل صدراعظم بینیامین نیتانیاهو د نړۍ پر قدرتونو غږ کړی چې ایران ته سره کرښه وټاکي او دې هېواد ته وښیي، چې که د اټومي وسلو د لاس ته راوړلو هڅه وکړي نو دوي به یې مخه ونیسي.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې ویل کیږي اسراییل په منځني ختیځ کې یواځنی هېواد دی چې اټومې وسلې لري.
دا هېواد د ایران اټومي پروګرام په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ او هم د خپل موجودیت لپاره یو لوی ګواښ بولي.
تهران وایي، اټومي پروګرام یې یواځې سوله ییز مقاصد لري.
د حزب اله مشر وایي، په اسراییل کې پر ایران د حملې په اړه اختلافات موجود دي او دی ګومان نه کوي چې اسراییل به په څومیاشتو یا په نژدې راتلونکې کې پر ایران حمله وکړي.
هغه د نړۍ کمزوري اقتصاد ته په اشاره وویل، چې د ایران پر اټومي تاسیاستو احمتالي حمله به د خامو تیلو بیه یودم پورته یوسي چې ورسره به دغه اقتصاد نورهم کمزری شي.
نصراله دغه راز وویل، چې له ایران سره د جګړې په صورت کې به اسراییلو ته ډیر تلفات ورسیږي.
د اسراییل صدراعظم او د هغه د دفاع وزیر د احتمالي حملې موثریت له زیانونو زیات ښودلی. ایهود بارک ویلي چې د ایران د اټومي تاسیساتو د ویجاړولو لپاره په پوځي اقدام کې به اسراییلو ته تر پنځو سوو پورې تلفات واوړي.
حزب اله چې په منځني ختیځ کې د ایران د رژیم یوه کلکه ملاتړې ډله ده شپږکاله مخکې یې له اسراییل سره جګړه کړې وه، چې په نتیجه کې یې اسراییل ته ۱۶۰ تلفات اوښتي و.
په دغه جګړه کې چې ۳۴ ورځې یې دوام وکړ، دغې ډلې ته په لبنان کې د تلفاتو شمیر۱۲۰۰ تنو ته رسیدلی و. په لبنان کې د وژل شویو اکثره یې ملکیان او اسرایلو ته د اوښتو تلفاتو زیاتره یي عسکر و.
د حزب اله مشرحسن نصراله وویل، له ایران سره د اسرایل جګړه به اسرایل ته له دې زیات تلفات واړوي او موږ په دې هم نه پوهیږو چې په سیمه کې به څه پیښیږي.
هغه د حزب اله د تیرې میاشتې د خبرداري بیا یادونه وکړه چې که له اسرایلو سره بیا په یوه کړکیچ کې ښکیل شي نوبه ډیرې خرابۍ رامنځ ته کړي.
نصراله د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعا ردکړه او ویې ویل چې دغه ډله به هیڅ کله
هم کیمیاوي وسلې استعمال نه کړي.
هغه وویل، موږ نه کیمیاوي وسلې لرو او نه به هم هغه وکارو. د کیمیاوي وسلو استعمال منع دی او زموږ اراده په دې برخه کې قاطع ده.