د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۵

ایران خپل نوی هوايي دافع هوا سیسټم وښود


تهران د ۱۳۷۱ لمریز کال راهیسې هڅه کړې ده، چې پرځان متکي نظامي پروګرام جوړ کړي.

په دې وروستیو کې ایراني پوځي مشرانو ویلي دي، دوی په دې باور دي، چې راتلونکي جګړې به هوايي او سمندري وي، له همدې کبله تهران هڅه وکړه، چې خپل دافع هوا سیسټم او بحري قواوې غښتلي او پرمختللي کړي، نو که پر ایران حمله کیږي دوی به چمتو وي.

لویدیځ هېوادونه پر ایران شک لري، چې دغه هېواد، د اټومي وسلو د جوړیدو هڅه کوي، خو ایران هرکله ټینګار کړی دی، چې د دوی هستوي پروګرام سوله ییز اهداف لري.

د امریکا متحده ایالاتو او اسراییلو د ایران د اټومي وسلو د پروګرام پر خلاف پر دې هېواد د پوځي اقدام خبره نه ده رد کړې.

د جمعې په ورځ د پوځي پريد پر مهال د ایران د سپاه پاسدارن د انقلاب هوايي ځواک مشر« جنرال امي علي حاجیزاده» خبرداری ورکړ، چې “ د ایران دغه نوی دافع هوا سیسټم پر دې هېواد باندې د احتمالي حملې په وړاندې چمتو دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دا سیسټم د امریکا د جنګي الوتکو د مقابلې لپاره جوړ شوی دی.”

حاجي زاده وویل، چې د«رعد» سیسټم د 50 کیلو مترو واټن په اندازه میزایلونو له ځان سره وړي او د 22 زرو مترو په واټن کې خپله نښه ویشتلای شي.

جنرال حاجي زاده دا راز اسرائیلو ته اخطار ورکړ، چې د ایران په وړاندې جګړه به د اسرائیلو د له منځه وړلو لامل شي، نوموړي وویل:

“صهیونیستي رژیم جګړه پیل کولای شي، خو د جګړې وروستۍ شیبه به زموږ په اختیار کې وي، په هغه صورت کې به نور د صیهونیستي رژيم نابود شوې وي.”

جمهور رئیس احمدي نژاد، چې په دغو پوځي مراسمو کې حاضر و، وویل، چې ایران د اټمي پروګرام د پرمخ بیولو حق لري.

په دغه پوځي مراسمو کې د ایران د « ساجیل ۲ » او د « قادر ایف یو » میزایلونه هم نندارې ته وړاندې شول، چې د دوه زرو مترو واټن وهلی شي او کولای شي، چې اسرائیل، په سیمه کط امریکايي اډې او د اروپا جنوبي برخې په نښه کړي.

په تهران کې دا پوځي مراسم پرداسې وخت وشول، چې امریکا غواړي په فارس خلیج کې د سمندري ځواکونو تمرینونه وکړي.
XS
SM
MD
LG