د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۵

"که اسرائيل پر ایران حمله وکړي، نو په خپله به ویجاړ شي"


د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک قوماندان محمد علي جعفري
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک قوماندان محمد علي جعفري
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک قوماندان محمد علي جعفري يوه خبري کنفرانس ته وويل، که چېرې د اسرائيل يهودي هېواد داسې يو اقدام وکړي، ويجاړ به شي.

کله چې د ايران پر اټومي تاسيساتو د اسرائيل د حملې د ګواښ په اړه له جعفري څخه پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وويل:

”د دوى ګواښونه ثابتوي، چې له اسلام او د ايران له پاسداران انقلاب ځواک سره يې دښمني جدي ده او کرار- کرار به دغه دښمني او خصومت په فزيکي شخړه واوړي“

د ايران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان په خپلو څرګندونو کې زياته کړه:

”موږ په ټول توان سره هڅه کوو، چې د کوم بريد په صورت کې خپل دفاعي ځواک زيات کړو.

موږ په لوړ دفاعي توان سره خپله او د هغو هېوادونو دفاع کولاى شو چې زموږ مرستې ته اړ دي“

د جعفري له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسرائيلي مشرانو د ايران په وړاندې خپلې څرګندونې زياتې کړې دي.

ده په خپلو خبرو کې ويلي اسرائيل هڅه کوي د ايران په وړاندې جګړه وکړي، خو څرګنده نه ده چې کله؟

اسرائيل په ١٩٨١م کال کې د عراق پر اټومي ري اکټور بمباري کړې وه، دغه راز يې په ٢٠٠٧م کال کې ورته بريد پر سوريې وکړ او ګواښ يې کړى که چېرې ډيپلوماتيکې هڅې ونه توانېدې ايران له اټومي فعاليت څخه راوګرځوي، پر ايران به دغسې حمله کوي.

ګومان کېږي ايران له خپل اټومي پروګرام څخه د اټومي وسلو د توليد لپاره استفاده کوي، خو ايران وايي دغه پروګرام يې سوله ييز هدف لري. ايران ګواښ کړى که چېرې ورباندې بريد وشو، ښايي په سيمه کې د امريکا او اسرائيل پر پوځي اډو حمله وکړي.
XS
SM
MD
LG