د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

احمدي نژاد م.م د اسراییلو د اټمي سرګلولو په ساتنې تورن کړ


د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد
د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد
د ایران ولسمشر د تیرو کلونو په څير، د عمومي اسامبلۍ تر پيل مخکې د انتقادونو څخه ډکې څرګندونې وکړې.

محمود احمدي نژاد د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا شدیده نیوکه وکړ؛ چې د اسراییل د اټمي سرګلولو ساتنه کوي.

ده زیاته کړه، چې ایران د اسراییل د هر ډول حملې په وړاندې د ځان څخه دفاع ته تیار دی.

د احمدي نژاد په وینا، اسراییل په منځني ختیځ کې ریښه نه لري او دا هیواد به له منځه ولاړ شي.

د ایران ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو تور پورې کړ؛ چې په وروستیو کې د یوه غیر اسلامي فلم د خپریدو په وړاندې پټه خوله پاتې شوي دي:

"د خدای پیغمبرانو او اسماني ادیانو چې د بشریت ګډ میراث دی؛ درناوی باید په هره ټولنه کې قانوني ملاتړ ولري تر څو د هغو لانجو مخنیوی وکړي؛ چې په بشریت کې د جګړې، کرکې او دښمنۍ خپرولو لاره پرانیزي او پر ځای یې د انسانو ترمنځ سوله او بشرپالنه پیاوړې کړي."

په عین حال کې د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون پرون په نیویارک کې د ایران ولسمشر ته د هغه د خطرناکو څرګندونو له کبله خبرداری ورکړ.

بان کي مون پرون د دې سازمان له خوا د نړیوال امنیت او د قانون حاکمیت د څرنګوالي په اړه په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل:

"د ملګروملتونو په سازمان کې د قانون د حاکمیت اداره نړیوالې ټولنې ته د همکارۍ زمینه برابروي؛ تر څو په سوله ییز ډول خپل اختلافات حل کړي او د دې ضمانت کوي؛ چې جګړه هیڅ بدیل نه لري.

د حسابدهۍ د یوه میکانیزم د پراختیا سره به هیڅ جنګي جنایتکار په دې مدرنه نړۍ کې د پټیدو اوخونديتوب ځاي ونه لري."

د جرمني د بهرنیوچارو وزیر پرون ویلي، چې د امنیت شورا باید دا ډاډ تر لاسه کړي چې بندیزونه یې په دقت عملي کیږي.

جرمني اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یې ریاست کوي.

داسې انګیرل کیږي، چې په سوریه کې روان کړکیچ به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ګډونکونکو د بحث له عمده مسایلو څخه وي.
XS
SM
MD
LG