د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۵

ایران نن د ناپیلیو هېوادنو د سرمشریزې کوربه دی


ایران چې نن د ناپیلیو هېوادنو د غورځنګ د مشرانو کوربه دی، هیله من دی چې په دې سره به وکولای شي، په نړېواله سطحه خپل حیثیت او اعتبار پیاوړی کړي.

د غه سرمشریز چې نن په تهران کې پرانیستل کیږي او دوه ورځې دوام کوي، په اجندا کې یې د سوریې د کړکیچ د حل لارې په ګډون د بشري حقونو وضعیت او د اټومي وسلو د له منځه وړلو مسایل شامل دي.

د دې غونډې تنظیمونکي وايي، چې د ودې په حال کې هېوادونو د دولتونو یا حکومتونو شاوخوا ۳۶ مشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د ګډون والو په ډله کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د مصر ولسمشرمحمد مرسي او د ملګروملتونو عمومي منشي بانکی مون شامل دي.

مرسي په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب وروسته د مصر لومړنی ولسمشر دی چې د تهران په غونډه کې ګډون کوي.

د ناپیلیو هېوادونو غورځنګ، چې ۱۲۰ غړي لري، د سړې جګړې په جریان کې د هغو هېوادونو له خوا تاسیس شو، چې غوښتل یې د امریکا د متحدو ایالتونو او شوروي اتحاد د نفوذ مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG