د ایران د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني لور فایزه هاشمي پرون د شپږو میاشتو لپاره زندان ته واستول شوه. نوموړې د جنورۍ په میاشت کې د حکومت ضد تبلیغاتو له کبله په شپږ میاشتې بند محکومه شوې وه .
هغه د شنبې په ورځ کله، چې له لندن څخه ایران ته ستنه شوه ونیول شوه. ویل کیږي، چې فایزه په جنورۍ میاشتې کې محاکمه شوې او د زنداني کیدو پریکړه یې شوې وه، خو د دې د پلار اکبر هاشمي رفسنجاني د مداخلې له کبله پرې د محکمې حکم نه و عملي شوی.
فایزه هاشمي د ایران د پارلمان پخوانۍ غړې ده، چې یو مهال د ایران د ښځینه وو د سپورټ د فیډارسیون مشره هم وه، نوموړی په ایران کې د ښځو د حقونو د فعالو مدافیعینو څخه ده.
پر شپږ میاشتني بند سربیره محکمې نوموړې د پنځو کلونو لپاره له سیاسي، کلتوري او ژورنالیستیکو فعالیتونو منع کړې ده.