د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري وايي؛ پر ایران د حملې په صورت کې به په خلیج کې د هرموز تنګی چې د نړۍ د تیلو دریمه برخه ورڅخه تیریږي، د دوی د پوځی عکس العمل هدف وي.
جعفري خبریالانو ته وویل، که چیرته په سیمه کې جګړه پیلیږي، نو په کویت، بحرین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې د امریکا پوځي اډې او نور اهداف به هم د ایران د میزایلو او یا د دې هیواد د پلوي ځواکونو له خوا په نخښه کیږي.
نوموړي وویل، ایران په دې باور دی، چې اسراییل هڅه کوي، څو متحده ایالات اړ کړي، چې د ایران پر اټمي تاسیساتو حمله کې له ځانه سره ودروي.
د جنرال جعفری په وینا دی فکر نه کوي، چې د امریکا له اجازې پرته به اسراییل پر ایران حمله وکړي.
بل لور ته د اسراییل صدراعظم بنامین نتنیاهو ویلي؛ هغه به د ایران لپاره د یوې سرې کرښې د ټاکلو په هدف د نړیوالې ټولنې هڅولو ته دوام ورکړي.
نتینیاهو جوروزیلم پوسټ ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي؛ له سرې کرښې څخه د ایران تیریدل به سختې پایلې ولري؛ چې اشاره يې پر ایران پوځي برید ته وه.
د فرانس پریس خبري اژانس په وینا، له تیرو څو ورځو راهیسې د اسراییل صدراعظم څو ځله ایران ته د ښکاره سرې کرښې د ټاکلو غوښتنه کړې ده؛ چې د هغه دا څرګندونې سپینې ماڼې ته یو ښکاره پیغام ګڼل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده، ویکتوریا نولانډ وايي، متحده ایالات د اټمي وسلو د لاسته راوړلو څخه د ایران د مخنیوي پر خپله ژمنه کلک ولاړ دی؛ خو د هغې په وینا دا ژمنه باید ایران ته د کوم ډول ضرب الاجل او یا سرې کرښې دراښکلو په هڅو ونه ویشل شي.