د كورنيوچارووزير محمد حنیف اتمر وویل چې، دوي د انتخاباتو د شپږزرو اوشپږسوو مركزونو لپاره خپل امنيتي تدابيربشپړكړي دي.
تمه ده چې د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم به په شبرغان كې د حامد كرزي له كانديداتوري څخه خپل ملاتړ اعلان كړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايې د افغان امنيتي چارواكو هغه غوښتنه نه مني چې ويلي يې وو، د رایې وركولو د مركزونو امن به د قومي مشرانو له خوا ټينګېږي.
د افغانستان د دفاع وزارت د دوو شخصي څرخي الوتكو پيلوټان چې د ارګ په ماڼۍ او د ملي دفاع په وزارت يې له الوتكو څڅه د ولسمشرۍ د څوکۍ د يو كانديد تبليغاتي پاڼې خپرې كړې وې نيولي دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته له کاندیدانو سره د مرکو په لړ کې دا اونۍ د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي سره چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بیا هم ددې څوکۍ کاندید دی مرکه لرو.
د كانديدانو د ګډې همكارۍ شورا اويوشمېر رسنيو، د جمهوري رياست كانديدانو او كار پوهانو د ازادۍ راډيو او ملي ټلويزيون له خوا د وروستۍ مناظرې په اړه بېلابېل نظرونه اوغبرګونونه څرګند كړي دي.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د راى وركولو تر ورځې دې اته څلوېښت ساعته مخكې ټولې رسنۍ د كانديدانو د كمپاينونو، تبليغاتي بحثونو او نورو اعلانونو له خپراوي لاس واخلي.
نن په کابل کې يو شمير افغان ځوانانو راتلونكي ولسمشر نه وغوښتل چې د سیاست په ډګر کې دې د هېواد ځوانانو ته پوره ونډه وركړي او په پوهنتونونو کې دې دوی د سیاسي فعالیت حق ولري.
د یکشنبې په ورځ د ازادۍ راډیو د افغانستان د ملي راډیو تلویزون سره په ګډه په کابل کې د ولسمشرۍ د څوتنو کاندیدانو په ګډون یوه تاریخي مناظره جوړه کړه.
د پنجشير د خلكو سراسري شورا د يوې سترې غونډې په ترڅ كې په راتلونكو انتخاباتو كې له حامد كرزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
نور راوښيه