د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

بيژن: د ازادۍ راډيو او ملي ټلويزيون پر مناظرې انتقاد وکړ


د كانديدانو د ګډې همكارۍ شورا وياند بشير بيژن
د كانديدانو د ګډې همكارۍ شورا وياند بشير بيژن
د جمهوري رياست د كانديدانو د ګډې همكارۍ شورا چې كابوشل تنه كانديدان يې غړيتوب لري هم د دوشنبې په ورځ په كابل كې په دې مناظرې انتقاد وكړ.

د جمهوري رياست كانديد او د دې شورا وياند بشير بيژن خبريالانو ته وويل چې دا مناظره نه بلكې يو شمېر خاصو كانديدانو ته د هغوى د كاري پروګرامونو د تشريح لپاره د زمينې جوړول وو:

"له هغه پروګرام نه چې ازادۍ راډيو او ملي ټلويزيون جوړكړى وو خلك په رښتيا ناراضه وو، خلك پوه شول چې دا مناظره نه وه بلكې د ځينو خاصو كانديدانو د تګ لارې د بيا تشريح كولو لپاره د يوې زمينې برابرول وو."

د افغانستان ډيرشمېرچاپي خپرونوهم د ازادۍ راډيو او ملي ټلويزيون له خوا د يكشنبې د ورځې د مناظرې په اړه چې حامد كرزي، اشرف غني احمدزي او رمضان بشردوست په كې برخه اخيستې وه بېلابېل نظرونه خپاره كړي دي.

ځينو دا مناظره ستايلې او په دې هېواد كې يې د ډيموكراسۍ د تقويې لپاره مهمه بللې او ځينو نورو په يو ډول د دې مناظرې په اړه منفي نظرخپوركړى.

خو د ازادۍ راډيو رييس او د دې مناظرې چلوونكى اكبرايازي وايي چې ښايي په دې مناظره كې به څه ناڅه ستونزه وه خوده څرګنده كړه چې په عمومي توګه دا مناظره د ازادۍ راډيو، ملي ټلويزيون او خلكو لپاره يوه لويه بريا وه:
حامد کرزی ، اشرف غني احمدزی او رمضان بشردوست د ازادۍ راډیو او ملي تلویزون له خوا په جوړه شوې مناظره کې


"دا د افغانستان د ډيموکراسې په دې ځوان تاریخ کې اول وار و چې د افغانستان ملت ته دا حق ورکول کيږي چې پوښتنې یې په یو مناظره کې له مطرحو کاندیدانو وشي. البته پردې مناظره کې نیمګړتیاوې وې ، دا تکمیله نه وه دا اوله مناظره وه او زه امید واره یم چې نورې مناظرې به تر دې ښې جوړې شي.
دا چې پردې مناظرې ازادۍ راډیو دوه میاشتې کارکړی و ، دا په خپله د ازادۍ راډیو او ملي تلویزون او د افغانستان د خلکو لپاره کامیابي وه او زه هغوي ته مبارکي وایم."

ښاغلي ايازي وويل چې تردې وړاندې د جمهوري رياست نورو كانديدانو ته هم د ازادۍ راډيو له لارې د هغوى د راتلونكو كاري پلانونو د تشريح لپاره كافي وخت وركړل شوى خو په دې مناظره كې دا ممكنه نه وه چې ټول كانديدان په كې برخه واخلي.

په عين حال كې افغان كار پوهان وايي چې په افغانستان كې د رسنيواو د بيان د ازادۍ په وړاندې د موجوده ستونزو په پام كې نيولوسره رسنيو په دې هېواد كې د ډموكراسۍ د تقويې لپاره ډيرې هلې ځلې كړي.

دوي وايې چې په افغانستان كې ډيرشمېرخلك كم سواد لري او رسنيو په خاص ډول راډيوګانو او ټلويزيونونو د بېلابېلو راپورونو په جوړولو سره خلكو ته د كانديدانو د پيژندنې او د هغوى د كاري پلانونو د رسولو په برخه كې ډيرې هڅې كړي او بايد چې دا هڅې له پامه ونه غورځول شي.
XS
SM
MD
LG