د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د پنجشیرد خلکو سراسري شورا د کرزي ملاتړ اعلان کړ


د پنجشير د خلكو د سراسري شورا مشر جنرال دين محمد جرات د جمعې په ورځ د لويې جرګې په خيمه كې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل:
"ستاسو غوښتنې مو لوړو چارواكو ته رسولي دي او له هغوی څخه مو هم په ليكلي توګه ژمنې اخيستي او له همدې امله د جمهوري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې له حامد كرزي او له مرستيالانو يې مارشال محمد قسيم فهيم او كريم خليلي څخه خپل ملاتړ اعلانوم."

دا چې د پنجشير سراسري شورا كومې غوښتنې مطرح كړي په دې اړه جنرال جرات وويل چې زياتې غوښتنې يې ملي دي او ترڅنګ يې غواړي چې د مقاومت په سيمو كې دې د بيارغوانې كارونه ګړندي كړای شي، له شهيدانو او معيوبينو سره دې مرسته وشي، د مجاهدينو د جشن لمانځلو لګښتونه بايد دولت وركړي، د پنجشير د ولايت په كچه ځينې غوښتنې او د شهيد انجنير احمد شاه مسعود تصوير او يا د قبر تصوير يې بايد د افغانستان په پيسو كې چاپ شي.

د غونډې ګډوانوالو د پنجشير د خلكو د عالي شورا د دې پريكړې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:
"د پنجشیر داعالي شورا ډیره مهمه ده چې موږ په دې شورا کې یو موږ د خپلې شورا دهیڅ فیصلې نه سرغړاوی نه کوو موږ د کرزي او له مرستيالانو يې مارشال محمد قسيم فهيم او كريم خليلي څخه خپل ملاتړ اعلانوو.

د پنجشیر د خلکو راټولیدل پردې محفل کې د کرزي نه د ملاتړ اعلان وه."

څارونكي وايي د حامد كرزي په ملاتړ د پنجشير د خلكو د عالي شورا دغه پريكړه به د پنجشير په ولايت كې د حامد كرزي د پلويانو د تلي پله تر نورو ښايي درنه كړي.

په هرصورت د جمهوري رياست او ولايتي شورا د انتخاباتو لپاره يواځې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او كانديدان ټول هڅه كوي چې د افغانستان په ټولو برخو كې خپل كمپاينونه وكړي او د خلكو رايې راخپلي كړي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي چې د انتخاباتو له ورځې چې د اسد د مياشتي نهه ویشتمه ده څلوېښت ساعته د مخه د كمپاين وخت پای ته رسيږي او تر انتخاباتو شپږ ورځې وروسته به د انتخاباتو پايلې روښانه شي.
XS
SM
MD
LG