د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۱

اتمر: د انتخاباتو د ترسره كېدو لپاره د دوي وروستي امنيتي تدابيربشپړ شوې دي


د كورنيوچارووزير محمد حنیف اتمر وايي هېڅکله به د امنیت ساتنې لپاره قومي ملیشې جوړې نه کړي.
د كورنيوچارووزير محمد حنیف اتمر وايي هېڅکله به د امنیت ساتنې لپاره قومي ملیشې جوړې نه کړي.

د كورنيوچارووزير محمد حنیف اتمر وویل چې، دوي د انتخاباتو د شپږزرو اوشپږسوو مركزونو لپاره خپل امنيتي تدابيربشپړكړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د څو اونيوانتظار وروسته، د كورنيو چارو وزارت وويل چې دوي په ټول هېواد كې د شپږزرو اوشپږسووانتخاباتي مركزونوو د امنيت ساتلو پلان بشپړكړ.

د كورنيوچارو وزيرمحمدحنيف اتمر د دوشنبى په ورځ له غرمې وروسته خبريالانو ته وويل چې، د انتخاباتو خپلواك كميسيون په ټول هېواد كې د رايو وركولو اوه زره مركزونه په پام كې نيولي و، خو
په ځينو سيموكې د مركزونه پرانيستلو ته ضرورت نه واو دوي وكړاى شول يوشمېرمركزونه د نورو سيموله مركزونو سره يوځای كړي.اتمروويل:
"د انتخاباتومركزونه شپږزره اوشپږسوه دي، ځينِِي مركزونه چې پلان شوي و، د تخنيكي پلوه او د تېرو انتخاباتو د تجربى له مخې لازم نه وو چې هغه بياهم پرانيستل شي، د همدى له امله له نورو مركزنوسره وتړل شول."

تراوسه څرګنده نه ده چې دا مركزونه په كومو سيموكې پراته وچې، د امنيتي پلوه يې له پرانيستو ډډه وشوه.

د دې مركزونو په هكله د وزيرانو شورا هم بحث كړى واو ويلي و چې په دې سيموكې په لسګونوزره، رايې وركوونكي اوسيږي او بايد دا زمينه ورته برابره شي چې په انتخاباتوكې ګډون وكړي.

د كورنيو چارو وزير دا هم وويل، دولت هيڅكله نه غواړي چې، د امنيت ساتلو لپاره قومي مليشي جوړې كړي، خو د انتخاباتو په ورځ يې له قومي مشرانو او زلميانو څخه غوښتي چې، په دې حساسه ورځ دې، له امنتيي ارګانونو سره مرسته وكړي. چې دې غوښتنې ته مثبت ځواب هم ويل شوی دى، ده وويل:
"د انتخاباتو د امينت د ښه والي لپاره، په هغوسيموكې چې له ګواښ سره مخامخ وي، دولت د خپلوملكي ارګانونوله لارې له خلكو وغوښتل چې سره يوموټي شي او له امنيتي ارګانونو سره مرسته وكړي."

په افغانستان كې انتخابات او د انتخاباتو د امنيت ساتل هغه موضوع ده چې ، له څو مياشتو راهيسي پرې د دولت مربوط ارګانونه بحث كوي.او اوس د كورنيو چارو وزارت ډاډ څرګندكړ،چې د ملي اردو، ملي امنیت او بهرنيو ځواكونو په مرسته به وكړاى شي، خلكو ته دا زمينه برابره كړي چې د راتلونكي پنجشنبى په ورځ په ازاده توګه د راي وركولو مركزونو ته ورشي.

له دې سره سره بياهم خلك د جنوبي ولايتونو په هكله اندېښمن دي او وايي كيدای شي يوشمېرمركزونه د نا امنيو له امله تړلى پاتي شي.
XS
SM
MD
LG