د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دوه شخصي څرخي الوتكو د پيلوټانو د نيونې خبر وركوي وايې چې دغه الوتكو د دوشنبې د ورځې په سهار د ولسمشرۍ لپاره د يو كانديد تبليغاتي پاڼې له الوتكې څخه د ارګ په ماڼې او د ملي دفاع په وزارت شيندل شوي دي.
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي رسنيو ته وويل چې دا د دغو ودانيو پر سر الوتنه او د دا شان پاڼو خپرول د مخكنيو پريكړو خلاف خبره ده:
"دوه سپينو څرخي الوتكو لږ مخكې د ارګ په ماڼۍ او د ملي دفاع د وزارت په ماڼۍ له هوا څخه د انتخاباتو په اړوند يو شميرتبليغاتي پاڼې خپرې كړې او دا چې له مخكې څخه په دې اړه پري كړه شوې وه چې د دغو ودانيو پر سر الوتنه نه كيږي او دا شان پاڼې به نه خپريږي د دوي پيلوټان نيول شوي دي."
د عيني شاهدانو په وينا دغه تبليغاتي پاڼې او تصويرونه د ولسمشرۍ لپاره د كانديد ډاكټر عبداله عبدالله وه چې د كابل ښار د محمود خان پله شا او خوا په اكثرو واټونو راپرويتي دي.
د ډاكټر عبدالله عبداالله د انتخاباتي مبارزو د كمپاين يو مسوول او د ملي جبهې وياند فاضل سنچاركي ازادۍ راډيو ته د دې خبرې د تايید تر څنګ وويل چې دا د قانون خلاف كار نه دى او دا په خپله د كانديدانو په انتخاباتي مبارزو كې د حكومت مداخله ښيي:
"دا يو غير قانوني كار نه و، د يوې كمپنۍ سره تړون شوى و چې له الوتكو څخه د هوا له لارې په كابل ښار يو شمير تبلیغاتي پاڼې خپرې كړي، كيداى شي ځيني پاڼې باد د دغو ودانيو په طرف وړې وي چې له بده مرغه د دغو الوتكو پيلوټان او د نور تلويزيون يو كمره مين له دې امله نيول شوي دي.
مونږ له دې امله سخت اندېښمن يو او دا په خپله د كانديدانو په انتخاباتي مبارزو كې د حكومت ښكاره مداخله ده."
د افغانستان د ملي دفاع د وزارت په وينا تر دې د مخه دا پريكړه شوې وه چې په دغو ودانيو كې د ننه د انتخاباتو په اړه د تبليغاتي پاڼو او تصويرونو لګولو او خپرولو ته د هيڅ يو كانديد لپاره اجازه نشته.
د دوي په وينا په دې اړه د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د شكايتونو د اوريدلو د كميسيون سره اړيكه نيول شوی چې د سرغړونکوسره د موضوع د جزياتو په اړه خبرې وشي .
راپور : اجمل تورمان