د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۷

توحيدي: رسنۍ دې د انتخاباتو د نتايجو په اړه خپلسري ارقام نه خپروي


د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د راى وركولو تر ورځې دې اته څلوېښت ساعته مخكې ټولې رسنۍ د كانديدانو د كمپاينونو، تبليغاتي بحثونو او نورو اعلانونو له خپراوي لاس واخلي.

په داسې حال كې چې انتخاباتو ته يوازې يو څو ورځې پاتې دي، د انتخاباتو د رسنيو كميسيون وايي ټولې رسنۍ بايد تر انتخاباتو دوې ورځې مخكې چوپتيا غوره كړي او په دې توګه دې د انتخاباتي طرزالعمل دغه دود هم رعايت كړي، چې خلك د خپلو كانديدانو په اړه زيات فكر وكړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون د رسنيو د كميسيون رئيس صديق الله توحيدي د يكشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې تر رسمي كمپاينونو وروسته بايد د اته څلوېښتو ساعتونو لپاره رسنۍ چوپتيا غوره كړي:

”تر راى وركولو اته څلوېښت ساعته مخكې، يعنې د راى وركولو د وروستي مركز تر تړل كېدو پورې به دغه چوپتيا دوام كوي. د راى وركولو وروستى مركز به هم د انتخاباتو خپلواك كميسيون تر اعلان وروسته تړل كېږي، دغه كميسيون به اعلان كوي چې په ټول افغانستان كې د راى وركولو ټول مركزونه دې وتړل شي“

د انتخاباتو د رسنيو كميسيون له ټولو تصويري، ږغيزو او چاپي رسنيو څخه وغوښتل چې په دې جريان كې دې له كانديدانو سره مركې نه خپروي او د كانديدانو د كمپاينونو اعلانونه، كارټونونه او بحثونه هم بايد خپاره نه كړي، چې دا د انتخاباتو له اصولو سرغړونه ده.

هغه وويل كه چېرې كومه رسنۍ سرغړونه وكړي، تر څېړنو وروسته به د قانون په رڼا كې مجازات شي.

ښاغلي توحيدي زياته كړه د انتخاباتو د نتايجو تر اعلان مخكې د پايلو په اړه د اټكلونو او ارقامو خپرول ناسم كار دى:

”د انتخاباتو د نتايجو په اړه د ارقامو خپرول هم بايد په رسنيو كې نه وي، تر هغو چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون دغه نتايج په دوو مرحلو كې نه وي اعلان كړي. په لومړي ګام كې دغه كميسيون لومړني نتايج اعلانوي چې د سنبلې پر شپږويشتمه باندې نهايي يا وروستي نتايج اعلانوي. رسنۍ دې ارقام نه خپروي“

د انتخاباتو خپلواك كميسيون د رسنيو د كميسيون رئيس چې په رسنيو كې يې د انتخاباتي پوښښ شپږم راپور وړاندې كاوه، په هغه كې يې د مطبوعاتو رول ستايلى و.

ټاكل شوې ده راروانه پنج شنبه د افغانستان د ولايتي شوراګانو او جمهوري رياست انتخابات وشي چې په مليونونو افغانان به د خپلې خوښې كانديد ته رايه وركوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي په دې برخه كې بايد مطبوعات خلك دېته تشويق كړي چې په انتخاباتو كې برخه واخلي او په دې اړه زيات معلومات ولري.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون دغه راز ويلي دي د پنج شنبې په مازيګر چې د راى وركولو مركزونه تړل كېږي، مطبوعات كولاى شي د كانديدانو د فعاليتونو په اړه خپل تحليلونه او بحثونه له سره پيل كړي.
XS
SM
MD
LG