د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي چې د دوشنبې په ورځ يې په يوه غونډه كې خبريالانو ته معلومات وركول وويل، اوس هم د انتخاباتو خپلواك كميسيون د افغانستان په ختيځ او جنوب كې روانو نا امنيو ته اندېښنه لري او كه په كومه سيمه كې امنيتي ارګانونه حضور ونه لري، په هغه ځاى كې به د رایې وركولو مركزونه فعال نه شي:
”كه دوي هلته سرتېري ونه لري موږ هلته د رایې وركولو مركزونه نه شو پرانيستلى، قومي مشران زموږ لپاره د حل لاره نه ده، كه قومي مشران د سيمې امن ټينګولاى شي ښه خبره ده، زما په نظر امن بايد په لومړي ګام كې د پوليسو په مرسته ټينګ شي.
چارواكو ويل موږ بايد هغو سيمو ته لاړ شو چې قومي مشران يې امن ټينګوي، خو موږ دا رد كړه او ورته ومو ويل چې په لومړي ګام كې دې پوليس او ملي اردو امن برابر كړي، چې وروسته به موږ هغو سميو ته ورشو. زموږ فعاليت د افغان امنيتي ځواكونو له حضور سره تړلى دى، كه دوى په كوم ځاى كې نه وي، هلته به د راى وركولو مركزونه هم نه وي.“
د انتخاباتو ورځ رانژدې شوې او د افغانستان په ځينو برخو كې پوځي عمليات روان دي، چارواكو ويلي وو د دغو عملياتو هدف په نا امنو سيمو كې خلكو ته دا زمينه برابرول دي چې په پوره ډاډ سره په انتخاباتو كې ګډون وكړي، خو داسې ښكاري چې لا هم زياتې سيمې د وسلوالو له ولكې څخه نه دي ايستل شوي او د امنيت په برخه كې ځينې اندېښنې اوس هم پر ځاى پاته دي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د دوشنبې په ورځ په يوه جلا غونډه كې وويل دوي د رایې وركولو هر مركز ته تر لسو زيات پوليس ګمارلي چې امن يې ټينګ كړي، نوموړى وايي دوي له ولسي مشرانو او خلكو سره په دې اړه خبرې كړي، چې د انتخاباتو د پروسې او امنيتي ارګانونو مرسته او ملاتړ وكړي:
”له قومي مشرانو سره خبرې شوي چې زموږ ملاتړ وكړي، موږ له ملت، له قومي مشرانو او افغانانو سره خبرې كوو، چې په دې برخه كې مو مرستندوى شي، چې د انتخاباتو د پروسې ملاتړ وكړي او هم د امنيتي ځواكونو، د رایې وركولو هر مركز ته مو لس، يوولس پوليس وركړي، كه دغه پوليس د هغه كلي ملاتړ له ځان سره ونه لري، امن نه شي ټينګولاى.“
د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د دې لپاره چې انتخابات په عادلانه او شفاف ډول وشي امنيتي ارګانونه دې په دې ورځ په پوره اخلاص امن ټينګ كړي.
ځينې خلك شكايت كوي چې د افغانستان په ختيځو او جنوبي ولايتونو كې ښايي زيات خلك د نا امنېو او د وسلوالو د ګواښونو له كبله په انتخاباتو كې فعاله برخه وانه خلي.