د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۳

د ازادۍ راډیو د یوې تاریخې انتخاباتي مناظرې کوربنه وه


ولسمشر حامد کرزی ، اشرف غني احمدزی او رمضان بشردوست د ازادۍ راډیو له خوا په جوړې شوې انتخاباتي مناظره کې
ولسمشر حامد کرزی ، اشرف غني احمدزی او رمضان بشردوست د ازادۍ راډیو له خوا په جوړې شوې انتخاباتي مناظره کې

د یکشنبې په ورځ د ازادۍ راډیو د افغانستان د ملي راډیو تلویزون سره په ګډه په کابل کې د ولسمشرۍ د څوتنو کاندیدانو په ګډون یوه تاریخي مناظره جوړه کړه.

په دې مناظره کې پر ولسمشر حامد کرزي سربېره د ولسمشرۍ د څوکۍ دوه نورو یادو کاندیدانو اشرف غني احمدزی او رمضان بشر دوست
حامد کرزی د ازادۍ راډیو په انتخاباتي مناظره کې
هم برخه لرله . البته د ولسمشرۍ د څوکۍ بل کاندید عبدالله عبدالله ته هم په دې مناظره کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه چې نوموړي د نا معلومو دلایلو له مخې په مناظره کې برخه وا نه خیسته.

دا مناظره په دې بڼه د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ مناظره بلل کېدی شي، چې د ازادۍ راډیو د څپو ، ویب پاڼې د ملي راډیو تلویزون او نورو رسنیو له لارې د افغانستان د ننه او بهر په میلونونو افغانانو په مستقیمه توګه وکتله او وايې وریدله .

په مناظره کې سیالو کاندیدانو د خپلو راتلونکیو کړنلارو او پلانونو په اړه د ازادۍ راډیو د مشر اکبرایازي چې ددې مناظرې کوربه وو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د افغانستان ګڼو سیاسي څېړونکیو، په دې بڼه د یوې مناظرې جوړول په افغانستان کې بې سارې بللي دي. او دا یې په دې هېواد کې د ډیموکراسې په لورې یو ستر ګام بللی دی .
اشرف غني احمدزی د ازادۍ راډیو په مناظره کې


که چېرې تاسو دا مناظره نه وي اوریدلې او یا غواړﺉ بیا يې واورﺉ نو کولای شۍ لاندې یې په دوو برخو کې واورﺉ:






د مناظرې لومړۍ برخه:



د مناظرې دویمه برخه:

XS
SM
MD
LG