هغه ميرمنې چې په تېرو انتخاباتو کې ولایتي شوراګانو ته بریالۍ شوې وايي هڅه به وکړي په خپلو ولایتونو کې د ښځو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې وکړي .
د افغانستان د مشرانو جرګې ځينو غړو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا د جمهور ریيس حامد كرزي د بيا انتخابولو له پرېكړې خپل ملاتړ څرګند كړ. خو د ولسي جرګې ځينې غړي بيا پرې انتقادونه لري.
ګڼ شمير افغانان د انتخاباتو د كميسيون د پرېكړې هركلی كوي او وايي كه څه هم ښه به وای، چې عبداله په انتخاباتو كې ګډون كړې وی او دوهم دور ټاكنې ترسره شوي وای خو په داسې حالت كې همدا پرېكړه ضروري وه.
حامد كرزى يو وروسته له هغې، چې د انتخاباتو خپلواك كميسون د دوهم ځل لپاره ولسمشر اعلان كړ، له خپلو مرستيالانو سره په يوه خبري كنفرانس كې راڅرګند شو او په خپل راتلونكې حكومت كې يې د اداري فساد پر ضد د لا ګړندۍ مبارزې هوډ وكړ.
د نړۍ مشرانو د افغانستان د ولسمشر په توګه د حامد کرزي د بيا ټاکل کېدو ملاتړ کړى او هغه ته يې د مبارکۍ پيغامونه لېږلې دي.
د افغانستان انتخاباتو خپلواك كميسيون ريس ډاكترعزيزالله لودين وويل چې، ډاكترعبداله عبداله په دوهم ځلي انتخاباتو كې له ګډون څخه ډډه وكړه، او دوى دهېواد د اساسي قانون له مخى حامد كرزى د ولسمشر په توګه اعلان كړ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون نن اعلان کړه، چې د انتخاباتو دويم پړاو لغو اعلان شو او حامد کرزى به د افغانستان قانوني ولسمشر وي.
دافغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي کای ایدی وویل، ښاغلي عبداله نن خپله پریکړه اعلان کړه چې نه غواړی د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم دور کې ګډون وکړي.
د جمهوري رياست د انتخاباتو د دوهم دور لپاره كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله نن اعلان وكړ، چې په دغو انتخاباتو كې به ګډون ونه كړي ځکه جمهور ريیس كرزي يې د انتخاباتو په اړه شرطونه ونه منل.
د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ په دویم پړاو انتخاباتو کې کاندید عبدالله عبدالله نن د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې په دویم پړاو انتخاباتو کې د حکومت پر کړنو د اعتراض په توګه برخه نه اخلي .
دبشري حقونو خپلواك كميسيون له عبدالله وغوښتل چې ، انتخابات دې نه تحريموي او د خلکو د رای ورکونې حق ته دې درناوی وکړي .
په داسې حال كې، چې دوهم پړاو انتخاباتو ته يوازې يوه اونۍ پاتې ده، د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټيم په خپلوغوښتنو او شرايطو ټينګاركوي.
نور راوښيه