په داسې حال كې، چې دوهم پړاو انتخاباتو ته يوازې يوه اونۍ پاتې ده، د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټيم په خپلوغوښتنو او شرايطو ټينګاركوي.
ویل کېږي چې عبدالله عبدالله د حامد کرزي په حکومت کې د یو شمیر وزیرانو د لرې کیدو غوښتنه کړې ده او غواړي چې له حامد کرزي سره په واک کې شریک شي او انتخابات بیا ونه شي.
د افغانستان د سولې او ملي پيوند جبهه د پنجشنبى په ورځ په كابل كې د يوې غونډى په ترڅ كې جوړه شوه، له جوړښت سره یې سم دا اعلان وكړ، چې په خپل ټول توان به د ټاکنو په دوهم پړاو كې، د حامد كرزي ملاتړ كوي.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون چارواكو په دوهم پړاو انتخاباتو كې د رايو د مركزونو شمېراعلان كړاو ويې ويل، چې په افغانستان كې د ولسمشرۍ دوهم پړاو انتخاباتو ته له هره پلوه تیاری نيول شوی دی.
په داسې حال کې چې د لړم په ۱۶مه د دوهمې دورې انتخاباتو لپاره تیارۍ روانې دي په افغانستان کې سیاسي کړکېچ هم په پراخېدو دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د ټاکنو د دوهم پړاو د امنيت لپاره به درې لكه كورنۍ او بهرنۍ امنيتي سرتيري وګمارل شي.
همایون حمیدزاده وویل، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې درغلۍ په دې اندازه نه وې، چې بیا انتخابات ترسره شي، خو ولسمشر بیا هم د ټاکنود کمیسیون پریکړه ومنله.
حامد کرزي له دندې دانتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ریس دلرې کولواو د دریو وزیرانو د وظیفو د تعلیق لپاره د خپل سیال عبدالله عبدالله غوښتنه رد کړه .
د افغانستان د علماو سراسرى شورا له افغانانو غوښتي چې د انتخاباتو په دویم پړاو کې دې برخه واخلي او خپلې رایې دې وکاروي .
عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین په دریمه ورځ نوې شرطونه وړاندې کړل او وايي چې د لړم تر نهمې يعنې په پنځه ورځوكى دې دده شرايط پوره شي .
نور راوښيه