د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

داکټر عبداله: په دوهم پړاو ټاکنو کې ګډون نه کوم


د جمهوري رياست د انتخاباتو د دوهم دور لپاره كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله نن اعلان وكړ، چې په دغو انتخاباتو كې به ګډون ونه كړي ځکه جمهور ريیس كرزي يې د انتخاباتو په اړه شرطونه ونه منل.

ډاكټر عبدالله په كابل كې د خپلو يو شمېر پلويانو او خبريالانو په وړاندې وويل، چې كه د جمهوري رياست د لړم د مياشتې د شپاړلسمې نيټې په انتخاباتو كې ګډون وكړي نو د زمري د مياشتې د ۲۹ نيټې د انتخاباتو په څېر به په كې پراخه درغلۍ او ستونزې تكرارې شي.

ډاكټر عبدالله وويل، چې دغه تصميم يې وروسته تر هغې چې د ده د اصلي سيال حامد كرزي له خوا يې شرطونه ونه منل شوه ونيو.

"ما دغه تصميم په اسانۍ سره نه دی نيولى، ښايي چې يو شمېر تصورونه به موجود وي.

يو چا له لرې څخه ويلې وو، چې دوی دا ځل پيسې نه درلودې يا انتخابات يې نه ګټلی شول نو انتخاباتو ته يې پلمه جوړه كړه.

دغو با غيرته خلكو، چې دلته يې استازي شته د كمپاين د لومړنيو اړتياو لپاره يې هم پيسې ونه غوښتې."

پخوا تر دې ډاكټر عبدالله د شفاف انتخاباتو د جوړېدو لپاره يو لړ شرطونه وړاندې كړي وو، چې په دغو شرطونو كې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د مشر له وظيفې ګوښه كېدل د كورنيو چارو، د سرحدونو او قبايلو، او پوهنې د وزيرانو د وظيفو ځنډېدل شامل وو.

خو ډاكټر عبدالله وويل، په هغو خبرو كې، چې له جمهور ريیس كرزي سره يې درلودې دغه خبرې بې له نتيجې پاتې شوي او شرطونه يې د حامد كرزي له لورې ونه منل شول.

بل خوا داسې انديښنې شته، چې په انتخاباتو كې د ډاكټر عبدالله له خوا د نه ګډون اعلان به دهېواد وضعيت كړكيچن كړي خو ډاكټر عبدالله وويل، چې د ده پلويان به داسې كوم عكس العمل ونه ښيي، چې د انديښنې وړ وي:



"ما په ډېر احتياط سره تصميم ونيوه او هيله لرو، چې تر هغه ځايه چې زما پلويانو پورې اړه لري هيڅ دا رازعمل به ونه كړي، چي د كړكيچ سبب شي. "

دا په داسې حال كې ده، چې ډاكټر عبدالله د هېواد د راتلونكي سياسي نظام په اړه، چې كه جمهور ريیس كرزي يې واكمن وي څه ونه ويل خو زياته يې كړه، اوس ډېر ژر دی، چې په دې اړه خبري وكړو.

خو ډاكټر عبدالله په دې ټينګار وكړ، چې له خپلو پلويانو سره يو ځای به په هېواد كې د ولسواكۍ او مثبت بدلون د راوستلو لپاره كار وكړي.

د ډاكټر عبدالله تر دغو څرګندونو د مخه د شنبې په ورځ د امريكې د بهرنيو چارو وزيرې ويلي وو، چې د افغانستان په انتخاباتو كې د يوه كانديد نه ګډون به د انتخاباتو مشروعيت تر پوښتنې لاندي رانه ولي.

بل خوا د جمهور ريیس كرزي د انتخاباتي كمپاين دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ډاكټر عبدالله د دغو څرګندونو په اړه، چې په انتخاباتو كې به ګډون نه كوي خواشيني ښودلې او ويلي، چې دوی په هېواد كې د قانون د ټينګښت لپاره د هر هغه تصميم ومني، چې د انتخاباتو كميسيون او نور قانوني بنسټونه يې نيسي.

خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له پخوا ويلي وو، چې د كانديدانو د انصراف موده تېره شوې او ټاكلې ده، چې د راتلونكي دوشنبي په ورځ به د ډاكټر عبدالله د نوي تصميم په اړه خپل دريځ اعلان كړي.
XS
SM
MD
LG