د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

په ولایتونو کې د ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره هلې ځلې


هغه ميرمنې چې په تېرو انتخاباتو کې ولایتي شوراګانو ته بریالۍ شوې وايي هڅه به وکړي په خپلو ولایتونو کې د ښځو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې وکړي .

د افغان خوېندو د ټولنې غړې وايي، كومې ميرمنې، چې ولايتي شوراګانو ته انتخاب شوي بايد د ښځود حقونو څخه ملاتړ وكړي.

د دغې ټولنې غړو د چهار شنبې په ورځ ولايتي شوراګانو ته د دغې ټولنې د ۲۷ غړو د كاميابېدو په مناسبت غوڼدې كې خبريالانو ته وويل، چې په هېواد كې به د ښځو د ژوندانه د ښه كېدو لپاره هڅې وكړي:


"په انتخاباتو كې زموږ مهم فعاليت داوو، چې د افغان خوېندو د حركت ۴۶ غړي موولايتي شوراګانو ته كانديد كړي، چې له نيکه مرغه ۲۷ تنه يې ولايتي شوراګانو ته كاميابه شوي.موږ د ښځو د پياوړي كولو او په سياسي اوټولنيز ډګر كې د هغوي د حضور لپاره هڅې كوو."

په افغانستان كې د ولايتي شوراګانو انتخابات د جمهور ي رياست له انتخاباتو سره يو ځای د روان لمريز كال د زمري د مياشتې په ۲۹مه نېټه تر سره شوه.

په دغو انتخاباتو كې په سلګونو افغان مېرمنو ځانونه د ولايتي شوراګانو څوكیو ته كانديد كړي وه، چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له لوري د لومړنيو نتايجو له مخې به په لسګونه دغه ميرمنې به د ولايتي شوراګانو غړي شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولايتي شوراګانو غړي به د خلكو او حكومت تر منځ اړيكي ټينګي او د خلكو ستونزې به د دولت سيمه ايزو ادارو ته ورسوي او د دغو ستونزو په اوارولو كې به له هغوي سره مرسته وكړي .

پخوا تر دې د ولايتي شوراګانو د غړو پر كړنو ډير انتقادونه شوې وه او خلكو ويل، چې هغوي نه دي توانيدلي، چې د خلكو ستونزې او غږ حكومت ته په سمه توګه ورسوي.

په عين حال كې د ولايتي شوراګانو غړو هم پر سيمه ايزو حكومتي چارواكو انتقادونه كړي، چې د هغوي سلا مشورو ته چندانې غوږ نه ږدي.
XS
SM
MD
LG