کله چې د انتخاباتو په دويم پړاو کې د ولسمشر حامد کرزي يوازېني سيال عبدالله عبدالله له ګډون څخه ډډه وکړه، د انتخاباتو خپلواک کميسيون حامد کرزى د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ.
د جمهوري رياست د انتخاباتو د لومړي پړاو نتايج د درغليو او سرغړونو د ادعاوو پر اساس دوې مياشتې وځنډول شول.
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما له ولسمشر حامد کرزي څخه ډېر ژر وغوښتل چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره دې خپلې هڅې زياتې کړي.
اوباما وويل، له حامد کرزي سره يې په ټليفون خبرې کړي او غوښتنه يې ور څخه کړې چې اداري فساد دې ختم کړي.
اوباما زیاته کړه، اوس نو هغه وخت دى چې موږ د ښې حکومتدارۍ لپاره نوې پاڼه پرانيزو. اوباما ويلي، کرزي ورته ډاډ ورکړى چې د وخت اهميت ته متوجه دى او واقعيت به په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې وکتل شي.
بل لور ته د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس وويل، حامد کرزى د افغانستان د انتخاباتو ګټونکى اعلان شو او اوس د افغانستان قانوني مشر دى. ګېبس زياته کړه، اوس به جدي خبرې پيل شي:
((څرګنده ده، هغه څه چې اوس پيلېږي، پوهېږو او هغه دا دي. هغه حکومت چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان مشري کوي، د حکومت کولو، مدني ټولنې او اداري فساد په اړه به خبرو ته دوام ورکوي، څو ډاډ ترلاسه شي، چې موږ د دغه هېواد د ډاډمن ساتلو په هڅه کې باوري شريکان يو. ))
پرون د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم کابل ته سفر درلود، نوموړي چې په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر امنيت خبرې کولې، وويل ملګري ملتونه او متحد هېوادونه به له نوي ټاکل شوي ولسمشر سره له نژدې کار کوي:
”ملګري ملتونه او نور نړيوال متحدين به د افغان حکومت ملګري وي، له راتلونکې افغان ولسمشر، نوي حکومت او افغانانو سره به په ګډه کار کوي“
بريتانيا چې په افغانستان کې په پوځي برخه کې د نورو هېوادونو په پرتله زياته ونډه لري، له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې په عاجلو اقداماتو سره افغانستان په يوه سوله ييز هېواد بدل کړي.
د بريتانيا صدراعظم ګورډن براون له ولسمشر کرزي سره په يوه ټليفوني تماس کې غوښتنه وکړه، چې د هېواد د ملي يووالي لپاره زمينه برابره کړي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګویدو وستروېلي هم په فرانسه کې خبريالانو ته وويل، چې تمه لري ولسمشر کرزى د دوو انتخاباتي کمپاينونو ترمنځ د يووالي لپاره کار وکړي او د هغه په وينا هڅه دې وکړي چې د ټولو افغانانو ولسمشر وي.
د فرانسې جمهور رئيس نيکولاس سرکوزي هم کرزي ته د هغه پر بيا ټاکل کېدو مبارکي وويله او د خپل هېواد ملاتړ ډاډ يې ورکړ.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير ولسمشر کرزي ته په يوه پيغام کې ويلي، چې د هغه بيا ټاکل کېدو د يوه نوي ملي حکومت جوړېدو ته لار پرانيسته، چې دنده به يې ثبات رامنځته کول وي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم ولسمشر حامد کرزي ته د هغه پر بيا ټاکل کېدو مبارکي ويلې ده.
د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل هم په يوه ټليفوني تماس کې کرزي ته مبارکي ويلې ده.