د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د ولسي جرګي انتخاباتو ته چمتوالي او په اړه یې اندېښنې


په داسې حال كې چې افغان دولت د راتلونكي كال په پسرلي كې د ولسي جرګې انتخاباتو ته په چمتوالي لاس پورې كړى، ددغو انتخاباتو پر سر د افغان حكومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ ناندرۍ هم راپور ته شوي دي.

له دغو اختلافاتو سره د يو شمير افغاني موسسو په ځانګړي توګه ولسي جرګې، ځينې مدنې ټولنو او د هغو لوريو چې په دغو انتخاباتو كې دفعاله رول د لوبولو هوډ لري، انديښنې هم ملګرې دي.

دا انديښنې اكثره له هغو شخړو نه الهام اخلي چې د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د پراخو درغليو د ادعاو پر سر شوې وې او ددغو انتخاباتو د نتايجو اعلان يې په اونيو اونيو وځنډاوه.

له دې سر بيره ناامني هم هغه ستره ستونزه بلل كيږي چې د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو د شفافيت او عادلانه توب په اړه يې شكونه راپوروته كړي دي.

اساسي پوښتنه داده چې ايا د جمهوري رياست په انتخاباتو كې اختلافاتو ، ناامنيو او د پراخو درغليو ادعا وو ته په پام سره دا ممكنه ده چې افغانستان دې په راتلونكې كې داسې پارلماني انتخابات ترسره كړي چې خلكو او نړيوالې ټولنې ته د قناعت او باور وړ وي.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون له پخوا نه دغو انتخاباتو ته چمتوالى پيل كړى دى او اعلان يې كړى چې د راتلونكي كال د جوزا په لومړۍ نيټه به ترسره شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارلانشا مشر داود علي نجفي


ددغه كميسيون د دارالانشا رييس داود علي نجفي څو ورځې مخكې دغو انتخاباتو ته مهالويش اعلان كړ:

((د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د كانديدانو نوم ليكنه په رسمي توګه د ۱۳۸۹ كال د دلوې مياشتې په دريمه نيټه پيليږي او تر اولسمې نيټې پورې به يې دوام وكړي.

د حوت د مياشتې له لومړى نيټي د حمل تر ديرشمې نيټې پورې به د ولايتونو په سطحه د رايې وركوونكو نوم ليكنه وشي، دا ځل به موږ تفصيلي نوم ليكنه ونه لرو، د ولايتونو په سطحه په زموږ دوه ټيمونه فعاله وي يو د نارينه وو لپاره بل د ښځو لپاره. ))

په ولسي جرګې كې هم په دې وروستيو كې ددغې جرګې لپاره د انتخاباتو په اړه تاوده بحثونه وشول ، يو شمير وكيلان د انتخاباتو په خپلواك كميسيون او نورو ارګانونو سختې نيوكې كوي او وايي چې د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د شويو درغليو مسئول دي.

د ولسي جرګې غړى عزيز نادم وايي چې كه د انتخاباتو قانون او په خپلواك كميسيون كې يې بدلون رانشي خلك به رايې وركولو ته زړه ښه نه كړي:

(( كه چيرې موږ د انتخاباتو قانون اصلاح نه كړو اوپه خپله د انتخاباتو په خپلواك كميسيون او د شكايتونو په كميسيون كې بدلونونه را نه ولو، نتيجه به يې دا وي چې خلك به نور وفاداره نه وي او په انتخآباتو كې به برخه وانه خلي. كله چې د دوى زحمت او رايې بې ځايه ځي نو په انتخاباتو كې به برخه وانه خلي. ))

بلخوا نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امريكا متحده ايالات هم چې د افغانستان ستر مرسته كوونكي بلل كيږي له افغان دولت نه غوښتي دي چې د انتخاباتو په خپلواك كميسيون او نورو ارګانونو كې اساسي بدلونونه راولي.

په دې وروستيو كې د امريكا د كانګرس يوه پلاوي چې كابل ته يې سفر كړى و وويل، كه دغه بدلونونه رانشي نو امريكا به د انتخاباتو له پروسې سره مالي مرسته ونه كړي.

په كابل كې د ملګرو ملتونو دفتر هم ورته غوښتنه لري، ددغه دفتر يوې وياندې نيلاب مبارزپه دې اړه ازادي راډيو ته وويل:
د یوناما د دفتر ویانده نیلاب مبارز


(( ښايي تاسو خبر ياستى، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي هم څو ځلې په ډاګه كړې ده چې د افغانستان د انتخاباتو په ارګانونو كې اساسي بدلونونو ته اړتيا موجوده ده چې بايد له پارلماني انتخاباتو مخكې ترسره شي. تر څو په دې توګه شفافو اوعادلانه انتخاباتو لپاره امكانات برابر شي. ))

ځينې كارپوهان په دې باور دي چې افغانستان د جمهوري رياست له انتخاباتو وروسته په يوه سياسي بحران كې راښكيل شوى دى.

د سياسي چارو يو كارپوه اسحق اتمر وايي چې د جمهوري رياست له انتخاباتو وروسته په اتو مياشتو كې د نوي حكومت نه جوړيدل په خپله يو بحران دى چې بايد پاى ته ورسول شي. هغه ازادي راډيو ته د جمهوري رياست انتخاباتو ته په اشارې سره وول، د ولسي جرګې انتخابات بايد داسې نشي چې د درغليو پر سر درغلۍ وګرځي:

(( زما په باور كه امنيتي شرايط ښه مساعد نه شي، همداراز كه چيرې د انتخاباتو په خپلواك كميسيون كې چې ډير انتقادونه پرې دي، بدلونونه رانشي، او بل كه دا انتخابات زموږ د نړيوالو دوستانو له خوا ونه منل شي، نو دا انتخابات پرته له دې چې يو بل فساد وبلل شي، بله كومه نتيجه به ور نه كړي.))

د افغانستان د جمهوري رياست د ۱۳۸۸ كال د اسد د ماشتې د نه ويشتمې نيټې د انتخاباتو يو مليون او درې لكه رايې باطلې اعلان شوې چې په نتيجه يې كې دغه انتخاباتو دويم دور ته ولاړل خو د يوه كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله د په شا كيدو له امله جمهور رئيس كرزى ګټونكى اعلان شو.

افغان حكومت او خپله جمهور رئيس حامد كرزي له دغو انتخاباتو نه دفاع كوي. څه موده مخكې جمهور رئيس حامد كرزى په خپلې وينا كې په دغو رايو د درغليو د تور سپيناوى وغوښته او ويې ويل چې يوه ورځ به دا مسئله تعقيب كړي چې د خلكو د رايو سپكاوى ولي وشو.

تراوسه پورې د افغانستان د حكومت دريځ دا دى چې د ولسي جرګې انتخابات به په خپل وخت ترسره كيږي او چمتوالۍ ورته روان دى.
ویل کېږي چې د ولسي جرګې ګڼ شمیر اوسنیو غړیو سر له اوسه هڅې پیل کړي چې په بیا انتخاباتو کې خپل بریالیتوب یقيني کړي .


حكومت د انتخاباتو په كميسيون لګيدلي تورونه هم ردوي او وايي فعاليت يې د ستاينې وړ دى. د جمهوري رئيس د وياند مرستيال احمد ضيا سيامك هروي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

(( وګورئ، د انتخاباتو خپلواك كميسيون لكه څرنګه چې له نوم يې څرګنديږي يو خپلواك كميسيون دى، او بايد د حكومت، سياسي لوريو او يا هم بهرنيو هيوادونو تر اغيز لاندې و اوسي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په اړه چې هر ډول نظر او طرحه موجوده وي بايد د منطقي دلايلو په اساس وي. يوازې تور پورې كول نشي كولاى چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د غړيو د ګوښه كولو دليل وګرځي.

موږ نه غواړو چې زموږ ملي ارګانونه دي يوازې د تور له مخې چې د اشخاصو، سازمانونو او يا هيوادونو له خوا پرې لګيږي، تر پوښتنې لاندې راشي. نو له همدې امله هر ډول تور چې وي بايد لومړى يې د افغانستان محكمې ثابت كړي او وروسته يې په اړه موږ پريكړه كوو. ))


خو په انتخاباتو كې د درغليو له ويرې سربيره په عامو خلكو كې د امنيت موضوع هم مهمه ده.

په داسې حال كې چې د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د ډير شمير سيمو خلكو د وسلوالو مخالفينود حملو او ګواښونو له ويرې رايه ورنه كړه، ايا د ولسي جرګې په انتخاباتو كې به چې د ولايتونو په سطحه ترسره كيږي اكثره خلك رايه وركړاى شي.
د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر ویاند سیامک هيروي


بله پوښتنه داده چې د هغو رايو د سموالي په اړه به څوك قضاوت كوي چې له هغو سيمو څخه يې صندوقونه راوړل كيږي چېرته چې د څارونكو او د انتخاباتو د كميسيون كاركوونكو درك نه لگيږي.

دا او دې ورته انديښنې له خلكو سره دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د ولسي جرګې د انتخاباتولپاره يو سلو شلو مليونو ډالرو ته اړتيا ده، چې اويا مليونه يې د جمهوري رياست له انتخاباتو پاتې دي.
د افغانستان حكومت وايي چې كه نړيوالې ټولنې د ولسي جرګې د انتخاباتو د لګښت له وركولو ډډه وكړه نو به يې له كورنيو عوايدو پوره كړي.

خو ددغو ټولو اختلافونو او انديښنو په منځ كې بيا هم د ولسي جرګې راتلونكو انتخاباتو ته د افغانستان په ځوانې ډيموكراسۍ د يوې مهمې مرحلې په سترګه كتل كيږي چې ښايي د ترسره كيدو لپاره يې افغان حكومت او نړيواله ټولنه ګډې همكارۍ ته وهڅول شي.
XS
SM
MD
LG