ښاغلي لودین زیاته کړه، دوى دا پريكړه د هېواد د اساسي قانون د موادو له مخى کړې .
ښاغلي دا هم وویل، دوهم ځلي انتخاباتو ډيرى ستونزې رامنځ ته كولای شوی، هوا مخ په سړېدو ده، امنيتي ستونزې شته او لګښت پرى هم كېده، د همدې له امله د حقوق پوهانو په مشوره حامد كرزی، چې مقابل لورى يي هم نه درلود، د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان شو:
"له هغه ځایه، چې په اساسي قانون کې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د ولسمشر د مشروعیت لپاره کومه معینه فیصدي نه ده ټاکل شوی، د انتخاباتو خپلواک کمییسیون تصمیم ونیوه، چې د اساسي قانون د ۱۵۶ مادې او د انتخاباتو د کمیسیون د۴۹مې مادې له مخې کرزی د راتلونکو پنځوکلونو لپاره د ولسمشر په توګه اعلان کړي."
خو د ډاكترعبدالله عبدالله پلويان د دوی په خبرو او له رسنيو سره په بحثونو كې د انتخاباتو د كميسيون وروستى اوغوڅه پريكړه قانوني نه ګڼي.
په دې هكله د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريس د ده په څرګندونوكې له ډاكترعبدالله اود ده له پلويانوهيله وښوده، چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون پريكړه دى ومني او د قانون د موادو درناوى دې وكړي. ده وويل:
"موږ له ډاکټر عبدالله او له ټولو نورو خلکو څخه، چې دلته راټول شوی غواړو، چې د انتخاباتود خپلواک کمیسیون تصمیم ومني او د قانون د موادو درناوی وکړي ځکه، چې دا پریکړې د قانون له مخې شوی دي."
ده داهم وويل، هېواد يې د سولې هيله مند دى اوكه څوك غواړى دغه هيله زيان منه كړي. مسئوليت به يي دهمغو پرغاړه وي.
په پا م كې وه، چې د جمهوري رياست دوهم ځلي انتخابات دلړم د مياشتې په شپاړلسمه ورځ ترسره شي، خو دى پړاو ته رسيدلي د حامدكرزي يوازيني سيال ډاكترعبدالله عبدالله په دې وروستيوكې، اعلان كړه، چې د ده شرطونه ونه منل شول اودى په انتخاباتوګډون نه كوي.
داهم ويل كيږي چي دملګروملتودسازمان دعمومي منشي په منځګړتوب ددواړوسيالانوترمينځ خبرى هم وشوي.خوحامدكرزي وړاندي شوي شرايط عملي نه دي ګڼلى .
دافغانستان ځيني خلك دحامدكرزي دحكومت تيره دوره ښه اوځيني يي ښه نه ګڼي .
خوحامدكرزي تيره ورځ دازادى له راديوسره په مركه كي وويل چي ، كه دي بريالي شي ، ګټورپلانونه به ترتيب اوپلي كړي .