یوه نوې څېړنه ښيي چې د ماشوم د زېږون په مسئله کې دا پوښتنه چې جنسیت به یې هلک وي که نجلۍ ښايي پنځوس- پنځوس نه وي. د هاروارډ پوهنتون څېړونکو په خپله وروستۍ څېړنه کې موندلې ده چې ښايي د ښځو عمر په دې برخه کې چې د ماشوم جنسیت څه ډول دی رول ولري.
په واشنګټن ډيسي کې د امریکا یوې فدرالي محکمې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو هغه قانوني غوښتنه ومنله چې د امریکا د نړیوالو رسنیو له ادارې (USAGM) څخه یې د کانګرس لخوا تصویب شوې بودیجې د نه ورکړې پر ضد وړاندې کړې وه. محکمې ددې بودیجې د ورکړې ابتدايي امر صادر کړی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الېکزاندر دوبرېنت او د اروپا پنځو نورو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ د پناه غوښتنې د قوانینو د سختولو لپاره پر یو لړ اهدافوموافقه وکړه، چې په کې افغانستان او سوریې ته د کډوالو د بیرته استول هم شامل دي.
بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جاسوسانو په ګډون د سلګونو بریتانویانو شخصي معلومات د هغو پراخو معلوماتو برخه ده چې په تېروتنه خپاره شوي دي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، د دوشنبې په ورځ، د جولای ۱۴مه، خبرداری ورکړ چې که کرملین د ۵۰ ورځو په موده کې له اوکراین سره د اوربند توافق ته ونه رسېږي، نو امریکا به پر هغو هېوادونو سختې ګمرکي تعرفې ولګوي چې له روسیې سره سوداګري کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ به د برتانیا د پاچا دوهم چارلز په بلنه د راروانې سپټمبر میاشتې له ۱۷مې تر ۱۹مې پورې په رسمي دولتي سفر لندن ته ولاړ شي.
هیله تر کومه وخته ژوندۍ پاتې کېدلی شي؟هغه مور چې د سره برینیڅا په نسلوژنه کې یې د خپل زوی جسد ونهموند، له دنیا لاړه.
د کردستان د کارګرانو د ګوند یوشمېر وسله والو نن د یوه سیمبولیک اقدام په ترڅ کې د عراق په شمال کې خپلې وسلې وسوځولې. د دې اقدام هدف په ترکیه کې له څو لسیزو راهیسې د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه بلل شوې ده.
نور راوښيه