د عراق په شمال کې د یوې سمڅې مخې ته شاوخوا دېرش وسله وال نن جمعه (د چنګاښ ۲۰مه) راټول شول او خپلې وسلې یې وسوځولې.
له دې غونډې اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې دې وسله والو چې نیمايي پکې ښځې وې، خپل کلشیکوفونه، کتاروزمې او د ټوپکو نور ډولونه په یوه لوی خړ دیګ کې واچول او د اور لمبو د دې ماشینګڼو میلونه چې څوکې یې د آسمان خوا ته وې راونغاړلې.
په سیمه کې هیلیکوپټرې ګرځېدې او زرګونه عراقي کرد ځواکونو سیمه کلابنده کړې وه.
د دې سیمبولیک اقدام هدف په ترکیه کې له څو لسیزو راهیسې د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه بلل شوې ده.
ننني مراسم د عراق د شمال په کردستان سیمه کې د سلیمانیه د شمال لویدیځ په ۶۰ کیلومترۍ کې په دوکان ښارګوټي کې د جسانا په نوم د سمڅې په خوله کې جوړ شوي وو.
کرد، عراقي او ترکي چارواکي هم هلته حاضر وو.
کرد وسله وال چې خړې عسکري جامې یې لرلې د بېسې هوزات Bese Hozat په نوم د PKK د مخکښې مشرې په ګډون د دې ډلې د څلورو قوماندانانو په ملتیا د مراسمو ځای ته ورسېدل. مېرمن هوزات وروسته په ترکي ژبه یو بیان ولوست چې د دې ډلې د بې وسلې کېدو اعلان پکې شوی و.
هغې وویل “موږ په خپله خوښه ستاسو په مخکې خپلې وسلې له منځه وړو. دا د ښه نیت یو ګام دی.” رویټرز خبري آژانس د یو عیني شاهد له قوله خبر ورکوي چې وايي، د غونډې په ځای کې هیلیکوپټرې ګرځېدې او د عراق زرګونه کردي امنیتي ځواکونو دا غرنۍ سیمه کلابنده کړې وه.
پي کې کې په تېره مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې ځان منحل او بې وسلې کړي.
په دې مراسمو کې د ترکیې او عراق د استخباراتو چارواکو، د عراق د کردستان د سیمه ایزې ادارې مشرانو او د ترکیې د خلکو د مساوات او ډیموکراسۍ د کرد پلوي سیاسي ګوند غړو ګډون کړی وو.
د کردستان د کارګرانو ګوند PKK چې په ۱۹۸۴ کال کې د ترکیې له دولت سره په وسله واله جګړه کې ښکېل او بیا د یوې غیرقانوني ډلې په توګه اعلان شو په تېره مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې ځان منحل او بې وسلې کړي او د بېلتونپالنې په هدف مبارزه پای ته ورسوي. دې ډلې د خپل بندیوان مشر عبدالله اوجالان د غوښتنې په اساس دا پرېکړه وکړه.
داسې هیلې شته چې له څو ځلې ناکامو هڅو وروسته به دا ځل بالاخره انقرې ته دا امکان په لاس ورشي چې د کردانو وسله واله مبارزه پای ته ورسوي او روانې جګړې ته به چې له ۴۰ زرو ډېر انسانان یې ووژل، اقتصاد یې زیانمن کړ او د ترکیې په ټولنه کې یې سیاسي او ټولنیز اختلاف پراخ کړ د پای ټکی کېږدي.