د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

د امریکا ولسمشر د برتانیا د پاچا په بلنه د دوهم ځل لپاره برتانیا ته په رسمي- دولتي سفر ځي


د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د برتانیا صدراعظم کایر سټار
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د برتانیا صدراعظم کایر سټار

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ به د برتانیا د پاچا دوهم چارلز په بلنه د راروانې سپټمبر میاشتې له ۱۷مې تر ۱۹مې پورې په رسمي دولتي سفر لندن ته ولاړ شي.

له دې مخکې د متحدوایالتونو هېڅ ولسمشر ته هم، د دوهم ځل لپاره لندن ته د رسمي دولتي سفر بلنه نه ده ورکړل شوې. ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په ۲۰۱۹ کال کې هم د پاچا چارلز او ملکې دوهمې الیزابت مېلمه و.

دا به لومړی ځل وي چې د امریکا یو ولسمشر برتانیا ته دوه ځلې په دولتي رسمي سفر ځي.

ټرمپ به چې د برتانیا د سلطنتي کورنۍ او په تېره د پاچا له ځانګړو ملاتړو څخه دی په دې درې ورځني سفر کې له لومړۍ مېرمنې میلانیا سره یوځای وي.

د امریکا ولسمشر ته د برتانیا د بل سفر بلنه د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر هغه مهال ورکړه چې په تېره فبروري کې یې له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه کوله.

ټرمپ هغه مهال د دې بلنلیک له لوستلو وروسته ویلی و، چې دا د ده لپاره یو ډېر لوی ویاړ دی او پردې یې ځانګړې خوښي څرګنده کړه چې د سفر پرمهال به د پلازمېنې لندن په لویدیځه څنډه کې د وینډسور په ماڼۍ کې دېره وي.

له دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشران جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما هم برتانیا ته د سفر پرمهال په وینډسور ماڼۍ کې دېره وو.

دولتي سفرونه اکثرا تشریفاتي بڼه لري او هدف یې د دوستانه اړیکو پالنه، یا د سیالو هېوادونو په اړیکو کې د نرموالي راوستل وي. که څه هم ولسمشر ټرمپ ته دا بلنه پاچا دوهم چارلز په خپله استولې وه، خو دا کار له انتخابي حکومت سره په سلامشوره ترسره شوی دی.

د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې ټرمپ ته د دې بلنې د ورکولو یو علت دا هم دی چې صدراعظم سټارمر غواړي له ټرمپ سره اړیکي نژدې او پر برتانیا د هغه د ځینو پالیسو اغېز کم کړي.

ټرمپ ته د سفر بلنه د برتانیا له انتخابي حکومت سره په سلامشوره ورکړل شوې ده.

د سټارمر او ټرمپ اړیکي دوستانه ښکاري او په نتیجه کې برتانیا د امریکا له خوا د نورو هېوادو پر وارداتو د درنو تعرفو د لګولو له اغېزو په امن کې پاتې ده.

خو د پخوانیو سفرونو په څېر داسې نه ښکاري چې په برتانیا کې به ټول د ټرمپ د سفر هرکلی وکړي. په ۲۰۱۹ کال کې چې ټرمپ په برتانیا کې و، نو په پلازمېنه لندن کې یوه بشپړه ورځ خلکو مظاهرې وکړې او په دې ترڅ کې هغه بالون چې ټرمپ یې د یوه قهرجن نارنجي رنګه ماشوم په بڼه ښوده، هم د پارلمان له مخې څخه هوا ته خوشې شو.

په پارلمان کې د سټارمر د کارګر واکمن ګوند وکیلانو په دې اړه پوښتنې رابرسېره کړې دي چې ولې باید ټرمپ ته دومره تود هرکلی وویل شي؛ هغه هم داسې مهال چې نوموړی په غزه کې د اسراییلو د اقداماتو ملاتړ کوي او د کاناډا او ګرینلنډ په څېر د متحدانو ملي حاکمیت ګواښي.

XS
SM
MD
LG