د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۴

نوې څېړنه ښيي چې ښايي د ماشوم په زېږون کې د هلک یا نجلۍ د جنسیت امکان پنځوس- پنځوس نه وي


یوه نوې څېړنه ښيي چې د ماشوم د زېږون په مسئله کې دا پوښتنه چې جنسیت به یې هلک وي که نجلۍ ښايي پنځوس- پنځوس نه وي. د هاروارډ پوهنتون څېړونکو په خپله وروستۍ څېړنه کې موندلې ده چې ښايي د ښځو عمر په دې برخه کې چې د ماشوم جنسیت څه ډول دی رول ولري.

خلک عموما داسې انګیري چې کله یوه ښځه ماشوم زېږوي نو د ماشوم جنسیت یې سپرم او د سپرم ایکس او وای کروموزومونه ټاکي، همداسي لکه تاسو چې د پچې اچولو لپاره یوه سکه پورته غورځوئ، خو یوه نوې څېړنه ښيي چې د ښځې عمر هم یو مهم فکتور دی او دا امکان شته چې یوه ښځه ښايي یوازې زامن یا لوڼې وزېږوي.

څېړونکو په دې اړه تحقیق وکړ چې د ماشوم په جنسیت کې د مور عمر څومره مهم دی.

د هاروارډ پوهنتون څېړونکې سیوېن ونګ وايي، د شخصي تجربې په اساس زه داسې ملګري او د کورنۍ غړي لرم چې یوازې لوڼې یا زامن لري نو د هغې په وینا دا پوښتنه رابرسېره کېږي چې آیا د ماشوم د جنسیت مسئله یوازې یو چانس دی او که دا پدیده ځینې پټ بیولوژیکي رازونه هم لري.

د دې څېړنې له مخې که ټول وګړي په پام کې ونیسو نو د هلک یا نجلۍ د زېږون تناسب ښايي ۵۰-۵۰ وي، ځکه د نارینه د سپرم د ایکس او وای کروموزومونو شمېر چې د ماشوم جنسیت ټاکي تقریبا انډول دی.

خو مېرمن ونګ او د هغې نور همکاران پوښتنه کوي چې آیا په دې کې ښځه هم کوم رول لري که نه. په دې اړه د نورو څېړنو لپاره دوی په امریکا کې د هغو څه باندې ۵۸ زره میندو اړوند معلومات راټول کړل چې مخکې یې هم د امیندوارۍ د مخنیوي او د مور د روغتیا په اړه په دوو جلا څېړنو کې برخه اخیستې وه.

په دوی کې ۶۱ سلنه ښځو دوه ماشومان زېږولي، ۳۰ سلنې یې درې، اته سلنې یې څلور او پاتې نورو پنځه یا تر هغه ډېر زېږولي وو.

په پخو ښځو کې دا امکان چې د نورو ماشومانو جنسیت یې د لومړي په څېر وي ډېر دی.

څېړونکو دا ماشومان، د بدن د وزن، ونې، وېښتانو او د وینې د ګروپ په ګډون د اتو خصوصیاتو په اساس پرتله کړل. دوی همداراز د لومړي ماشوم د زېږون پرمهال د دې ښځو عمرونه چې د ۱۳ او ۴۸ کلونو ترمنځ وو هم په پام کې ونیول.

د دوی څېړنو وښوده چې ۲۸ کلنې او تر هغو د لوړ عمر لرونکې ښځې په سلو کې ۴۳ له دې احتمال سره مخامخ وې چې نور ماشومان یې هم لومړي ماشوم ته ورته جنسیت ولري؛ خو په هغو ښځو کې چې عمرونه یې ۲۳ یا تر هغه ټیټ وو، دا فیصدي ۳۴ وه.

مېرمن ونګ وايي، موږ په خپلو څېړنو کې دا وموندله چې که ښځې په پاخه عمر کې هلک وزېږوي نو دا امکان ډېر لوړ دی چې نور ماشومان یې هم هلکان وي او که لور وزېږي نو وروسته به هم لوڼې وزېږوي.

که څه د ماشوم د جنسیت په څرنګوالي کې د مور د پاخه عمر علت نه دی معلوم خو مېرمن ونګ وايي ښايي په بدن کې بیولوژیکي بدلونونه چې بڼې یې په ښځو کې توپیر لري، په دې مسئله کې رول ولري.

XS
SM
MD
LG