په داسې حال کې چې د بریتانیا حکومت چارواکو په افغانستان کې د خپلو افغان متحدینو د لیستونو د افشا کېدو اړوند په وار وار اندېښنې ښودلي چې ګوندې د طالبانو یا هغو کسانو لاس ته ولوېږي چې دوی ووژني، بریتانیوي ورځپاڼې ډیلي ټیلیګراف د یو څېړنیز راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې، له هغه وخته چې د بریتانیا د دفاع وزارت لخوا د نږدې ۱۹ زرو افغان پوځیانو لیست خپور شوی، طالبانو له ۲۰۰ ډېر افغان سرتېري په نښه کړي او وژلي دي. خو د طالبانو د حکومت یو ویاند تازه دا راپورونه رد کړي دي.
ډیلي ټیلیګراف د جولای په ۱۶مه خپل دې خپور شوي راپور کې ویلي، دا مشخصه نه ده چې دا ۲۰۰ وژل شوي کسان د بریتانیا د حکومت لخوا د افشا شویو نږدې ۱۹ زره کسانو په نوملړ کې شامل وو که نه. ځکه د دوی په وینا د بریتانیا حکومت د دې لیستونو جزییاتو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې.
ټیلیګراف زیاته کړې چې د طالبانو دوو چارواکو دغې ورځپاڼې ته ویلي، دې ډلې د انټرنېټ له لارې په افغانستان کې د ۱۹ زره پخوانیو بریتانیايي افغان متحدینو لیست ته لاسرسی موندلی او د هغوی د نیولو لپاره یې یوه ډله ګمارلې ده.
ټیلیګراف لیکلي چې "یرموک ۶۰" د طالبانو د ځانګړو ځواکونو یونټ، دې لیست کې د اشخاصو د تعقیب او نیولو مسؤلیت لري، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت ویندویان یې له ازادي راډیو سره خبرو کې ردوي.
د ډیلي ټیلیګراف په راپور کې راغلي، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې پخواني امنیتي ځواکونه پېژندلي او وژلي، چې دوی یې د شپږو سرتېرو او پولیسو افسرانو نومونه او عکسونه خپاره کړي دي.
په دې کې لاندې کسان یاد شوي:
- هلمند ولایت کې د پولیسو قوماندان بریدمل تور جان
- په خوست ولایت کې یو بل پخوانی پوځي افسر
- په کاپیسا کې پخوانی پوځي مزمل نجرابي
- په تخار کې د پولیسو پخوانی قوماندان حیاتالله نظامي
د ټیلیګراف له لوري د ۲۰۰ وژل شویو افغان پوځیانو په خپاره شوي لیست کې یو هم پخوانی پوځي او د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت د افسرانو عمومي مدیر محمد قاسم قایم دی، چې کورنۍ یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
محمد قاسم قایم، چې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۷مه وژل شوی، یو ورور یې نور عالم قایم چې له افغانستان بهر دی، ازادي راډیو ته یې ویلي:
"زما ورور د حقاني شبکې ځانګړو ځواکونو شهید کړی. د دوی هغه مکتوب اوس هم ما سره شته، چې د هغه له مخې یې زما ورور شهید کړ. ما سره دا ټول اسناد او شواهد شته چې حاجي صاحب (د هغه ورور) یې شهید کړ او بیا یې انتقال کړ. کله چې ما د خپل ورور پوښتنه کوله، د دوی د کورنیو چارو وزیر د دفتر رئیس زینالله عابر او نورو چارواکو ماته اخطار راکړ چې که ژوندی پاتې کېدل غواړې، نور تحقیق مه کوه."
دی وایي چې دی او ورور یې قاسم قایم د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته هم شپږ میاشتې په همدې وزارت کې خپلې دندې ته دوام ورکړ.
خو د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له ازادي راډیو سره خبرو کې د ډیلي ټیلیګراف راپور رد کړ.
نوموړي وویل چې دوی د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي:
"هېڅ څوک پر پخوانیو کړنو نه دي نیول شوي او نه هم څوک څارل کېږي. د یو شمېر کسانو د نوملړ له خپرېدو وروسته د هغوی د څار راپورونه غلط دي. استخبارات هېڅ اړتیا نه لري چې دا کسان چې وار له مخه ورته عفوه شوې، وڅاري. د دوی ټول اسناد دلته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې پاتې دي. موږ اړتیا نه لرو چې د برتانیاویانو لخوا افشا شویو اسنادو نه استفاده وکړو."
د قایم د قتل د قضیې په اړه ازادي راډیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څخه د نورو جزییاتو د ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو ددې ویاند عبدالمتین قانع له ازادي راډیو سره په خبرو کې یوازې په راپور کې د مرکه شویو کسانو ادعاوې او د ډیلي ټیلیګراف راپور رد کړ او نور جزییات یې ورنه کړل.
ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ، د جولای ۱۵مه، په یو راپور کې د یو شمېر طالبانو له قوله ویلي وو چې د ددې کسانو (د بریتانیا له ملاتړه د برخمنو پوځیانو) لټون په وروستیو کې چټک شوی او دوی ان خپلو سرحدي ځواکونو ته خبر ورکړی چې له افغانستانه د دې خلکو د وتلو مخه ونیسي.
ورځپاڼې د طالب سرچینو له قوله، چې نومونه او دندې یې نه وې ښودل شوي، ویلي وو چې د کندهار مشران پر کابل فشار راوړي چې دا خلک دې ژر پیدا شي، ځکه هغوی باور لري چې دغه کسان لا هم له بریتانیا سره همکاري کوي.
د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر په افغانستان کې د ۱۹۰۰۰ پخوانیو بریتانوي سرتېرو په اړه د معلوماتو افشا کېدل "ناکامي" بللي او د پخوانیو محافظهکارو وزیرانو د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې.
هغه د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د دفاعي کمېټې غونډې ته په وینا کې د تحقیقاتو ملاتړ هم وکړ او په قضیه کې یې د لا روڼتیا غوښتنه وکړه.
دغه شان، د بریتانیا د دفاع وزیر د جولای په ۱۵مه یادې غونډې ته د وینا پر مهال د دغه هېواد د تېر حکومت د دفاع وزارت پر دې پالیسۍ سختې نیوکې وکړې، چې له مخې یې د نږدې ۱۹ زرو افغان بریتانوي متحدینو لیستونه افشا شوي دي.
نوموړي وویل، شونې ده چې د دې لیستونو په افشا کېدو سره د افغان پوځیانو معلومات د طالبانو یا هغو کسانو لاس ته لوېدلي وي، چې غواړي دا پوځیان ووژني.
که څه هم طالبانو واک ته له رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړې، خو د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په دوامداره توګه خپلو راپورونو کې ویلي، چې د مخکینیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د مخکیني حکومت د کارکوونکو په اړه یې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې قضیې ثبت کړي، او سلګونه افغان پوځیان بندیان شوي، شکنجه شوي، تري تم شوي او وژل شوي دي.