څېړونکي وايي چې د سرطان د خطرناکې ناروغۍ پرضد نړیواله مبارزه د علم او پرمختګ په ګټه د بدلون په حال کې ده.
له کله چې د امریکا پخواني ولسمشر ریچارډ نیکسن په ۱۹۷۱ کال کې د سرطان پرضد جګړه رسما اعلان کړه، سره له دې چې هغه مهال سپوږمۍ ته د اپولو د فضايي سفینې د سفر په څېر علمي پرمختګونو د نړیوالو باور هم زیات کړی و، خو سرطان تر ننه په ټوله نړۍ کې د انساني مړینو شپږم او په متحدوایالتونو کې د مړینو دوهم اساسي علت بلل کېږي.
سرطان په نړۍ کې د مړینو شپږم او په امریکا کې د مړینو دوهم اساسي علت بلل کېږي.
توویما Tovima یونانۍ خپرونه په یوه څېړنه کې وايي که څه هم د سرطان بشپړه درملنه تراوسه ممکنه شوې نه ده خو د مړینو په شمېر کې یې پرله پسې کمی راغلی، د مخنیوي لپاره یې تدابیر پراخ شوي دي او دا مبارزه د وراثت او وقایې په برخو کې د پرمختګونو په مټ د بشریت په ګټه روانه ده.
ورځپانې دا پرمختګونه په دریو برخو کې یاد کړي دي چې لومړی یې په نړۍ کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره وقایوي اقدامات دي.
د څېړنو له مخې د نړۍ په شتمنو هېوادونو کې د سګرټو د مخنیوي د کمپاینونو په نتیجه کې له ۱۹۷۵ کال راهیسې یوازې په متحدوایالتونو کې د څه باندې ۳ میلیون انسانانو د مړینې مخه نیول شوې ده. ګومان کېږي د ټولې نړۍ په کچه د پنځمې برخې مړینو علت به د سګرټو څکول وي.
توویما ارزانه او د لاسرسي وړ درمل د سرطان پرضد د مبارزې دوهمه بریا بولي او لیکي چې د سرطان پرضد د HPV واکسین بریا د دې باعث شوه چې په برتانیا کې د دې واکسین د تطبیق په نتیجه کې د شل کلنو ښځو د رحم په سرطانونو کې په سلو کې ۹۰ کموالی راشي او دا د سرطان پرضد د مبارزې په چاره کې د وقایوي هڅو د بریا نښه ده. دا واکسین چې اوس په ډېره ارزانه بیه په هند کې تولیدېږي، په بېوزلو هېوادونو کې هم د لاسرسي وړ دی.
د سرطان په علاج کې نویو پرمختګونو د ځینو غیرضروري درملنو اړتیا له منځه وړې ده.
دا یونانۍ ورځپاڼه په پای کې په روغتیايي برخه کې علمي پرمختګونه، د سرطان پرضد د مبارزې د بریا بل دلیل بولي او لیکي، د وراثت علم په برخه کې د څېړنو ځانګړې ټکنالوژۍ او د وینې او تنفس د سمپلونو یا نمونو د اخیستلو ځانګړو وسیلو او د هغو د ساتنې لابراتوارونو د سرطان د خطرناکو ډولونو د تشخیص چاره آسانه کړې ده او دا کار نه یوازې د درملنې مثبت نتایج یقیني کوي بلکې د کیموتراپي په څېر د ځینو غیرضروري لاروچارو د کارولو اړتیا هم له منځه وړي.
خو په څېړنه کې راغلي دي چې ځینې نیمګړتیاوې لاهم پرځای پاتې دي. له هغې ډلې دا چې د دې ناروغۍ درملنه لاهم ډېره ګرانه ده، د درملو د جوړولو کمپنۍ د جانبي عوارضو د مخنیوي لپاره لاهم د وقایوي درملو په تولید کې له احتیاط څخه کار اخلي او د امریکا په څېر د ځینو هېوادونو له خوا د سرطانونو پرضد د مبارزې په هدف د بودیجو کموالی د سرطان په اړه د څېړنو پر وړاندې جدي ننګونې رامنځ ته کوي.