هیله تر کومه وخته ژوندۍ پاتې کېدلی شي؟هغه مور چې د سره برینیڅا په نسلوژنه کې یې د خپل زوی جسد ونهموند، له دنیا لاړه.
نژدې درې لسیزې وروسته له هغه چې د بوسنیا په سربرینیڅا کې نسلوژنه وشوه، ګڼې کورنۍ لا هم د دردناک حالت په برزخ کې ایسارې دي – د خپلو عزیزانو د جسدونو په لټه کې، چې نه موندل کېږي، او د عدالت په تمه دي.
هاجرا کاتیچ، یوه له هغو میندو څخه وه چې خپل ټول ژوند یې د ورک شوي زوی په لټه کې تېر کړ، خو ارمانجنه مړه شوه.
د ۱۹۹۵ کال د جولای د میاشتې په دې نسلوژنه کې، تر ۸۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول.
هاجرا کاتیچ، د نهاد نینو کاتیچ مور:
"یوازینی آرمان مې دا و چې د زوی قبر او شناخته ووینم، خو داسې ښکاري چې په ژوندني به یې ونه وینم. څو نورې میندې داسې مړې شوې دي، چې بچیان یې ونهموندل؟"
خو هیڅکله یې دا آرمان پوره نه شو.
هاجرا د خپل زوی "نهاد نینو کاتیچ" د جسد د موندلو لپاره ۲۶ کاله هڅه وکړه، خو ارمانجنه مړه شوه.
نهاد نینو، چې یو خبریال و، له سقوط مخکې یې د ملګرو ملتونو له خوا د خوندي اعلان شوې سیمې سربرېنیڅا وروستی راپور ورکړ:
"سربرېنیڅا په یو ستر وژنځای بدل شوی. وژل شوي او ټپیان پرلهپسې روغتون ته راځي. دا حالت نه شي تشریح کېدلای. هره ثانیه درې مرګوني ګولۍ پر ښار پرېوځي. تر اوسه، ۱۷ مړي روغتون ته راوړل شوي، او ۵۷ کسان سخت یا لږ ټپیان شوي. آیا په نړۍ کې څوک شته چې راشي او دا ناورین وویني؟"
دا د هغه وروستۍ خبرې وې.
د بوسنیا صرب ځواکونو، چې مشري یې د راتکو ملادیچ په غاړه وه، ښار ونیوه. هغوی له ۸۰۰۰ زیات بوسنیايي مسلمان نارینه او هلکان ووژل. دا هرڅه د ملګروملتونو د ژمنې خلاف وشول، چې ګواکي دا سیمه به خوندي وي.
نینو له زرګونو کسانو سره یوځای غرونو ته وتښتېد، هیله یې دا وه چې ۱۰۰ کیلومتره لیرې یوه خوندي ځای ته ځان ورسوي. مور او پلار یې د ملګرو ملتونو په کمپ (پوتوکاري) کې پناه اخیستې وه.
خو د هغه پلار له نورو نارینهوو څخه بېل کړای شو، او ۷۰ کیلومتره لیرې، د درینا سیند پر غاړه په کوزلوک کې اعدام شو، چې وروسته یې پاتې شوني وموندل شول.
تر اوسه، له ۵۰ څخه ډېر کسان د نړیوالو او کورنیو محکمو لهخوا محکوم شوي، چې ټولټال په نژدې ۸۰۰ کلونه بند محکوم شوي.
د کاتیچ د کورنۍ کور لا هم د سربرېنیڅا کې تش پاتې دی.
هر کال د جولای په میاشت کې، د نینو ورور، نرمین کاتیچ، له سویډن څخه راځي، د کور دروازې خلاصوي، او د خپلې کورنۍ درد تجربه کوي.
نرمین وایي:
"مور مې راته وویل: ما خو ونهموند، خو هیله لرم ته یې ومومې. همدغه هیله ده چې ما هر کال دلته راولي."
هغه زیاتوي:
"مور مې ۲۶ کاله هڅه وکړه، له هر حکومتي مقام سره یې خبرې وکړې، خو زوی یې ونهموند. اوس زه نه پوهېږم چې دا کار به څنګه وکړم."
هغه زیاتوي:
"اوس چې مور مې وفات شوې، ځان بېوسه احساسوم، داسې فکر کوم لکه ما چې هغه نهیله کړې وي، یا چې دلته نهراتګ مې خیانت وي. هغې د جولای د ۱۱ نېټې لپاره ژوند کاوه، هیله یې دا وه چې د زوی جنازه هماغه ورځ خاورو ته وسپاري."
هغه لاره چې نینو، په ۲۶ کلنۍ کې، بشپړه نه کړای شوه، اوس د هغه د وریرونو لهخوا تعقیبیږي.
هر کال د سولې لاریون، په هغو لارو ځي چې قربانیان پرې تللي وو.
نرمین وايي:
"زما احساس د خوښۍ او غم ګډ دی – دا چې ژوندی یم، او زامن مې وینم چې همغه لاره وهي، هغه لاره چې ډېر کسان ترې راستنه نهشول. زه پرې ویاړم. یوازې تصور کولای شم، چې که مور مې ژوندۍ وای، څومره به ویاړلی وای چې لمسیان یې د سولې په لاریون کې برخه اخلي."
له نسلوژنې۳۰ کاله وروسته، لا هم د شاوخوا ۱۲۰۰ قربانیانو د پاتې شونو د موندلو هڅې روانې دي.
نژدې ۵۷۰ میندې، لکه هاجرا، له دې نړۍ تللي، بې له دې چې د خپلو اولادونو جنازې وویني.
نرمین باور لري چې دا میندې یوازې له فزیکي نظره ژوندۍ پاتې شوي، خو روحونه یې همغه ورځ مړه شول، چې زامن یې ترې واخیستل شول.
"یوه پوښتنه تل له ما سره ده: هیله تر کله دوام کولی شي شي؟ هیله تر کله ژوندۍ پاتې کېږي؟ ویره لرم چې تر هغې ورځې مخکې چې له دې دنیا لاړ شم، خپله هیله له لاسه ورکړم."