د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

جرمني او د اروپايي ټولنې متحدین یې د پناه غوښتنې د محدودولو او کډوالو د ایستلو هڅې چټکوي


د جرمني د کورنیو چارو وزیر الېکزاندر دوبرېنت او د اروپا پنځو نورو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ د پناه غوښتنې د قوانینو د سختولو لپاره پر یو لړ اهدافوموافقه وکړه، چې په کې افغانستان او سوریې ته د کډوالو د بیرته استول هم شامل دي.

دا غونډه د برلین له هغې پرېکړې وروسته راځي چې د مې په میاشت کې یې پر پولو د پناه غوښتونکو د ردولو اعلان وکړ. برلین هغه مهال وویل چې دا پالیسي له ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ پلي کوي، خو له پراخو نیوکو سره مخ شوه.

په پرونۍ غونډه کې دوبرېنت د فرانسې، پولېنډ، اتریش، چک جمهوریت، ډنمارک او د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو له کمیشنر مګنوس برونر سره ولیدل.

د پنا غوښتنې د پالیسۍ پر هغو اهدافو کې چې په دې غونډه کې پرې هوکړه وشوه، او باید د بروکسل تایید واخلي، د هغو قانوني خنډونو لېرې کول هم شامل دي چې له اروپايي ټولنې بهر خوندي مرکزونو ته د رد شوو پناه‌غوښتونکو د انتقال مخه نیسي، او دا هم چې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې بهیر دې په دریمو هېوادونو کې ترسره شي.

د جرمني نوي حکومت له وړاندې د مهاجرت پر ضد اقدامات پیل کړي، چې په کې د کورنیو د یوځای کېدو او بیا میشتېدو د پروګرامونو ځنډول شامل دي.

رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې وايي، د جرمني حکومت د پناه غوښتونکیو په وړاندې دا ګامونه په دې خاطر اخلي څو د رایه ورکوونکو هغه ملاتړ بېرته ترلاسه کړي چې افراطي ښي اړخي "د جرمني لپاره بدیل" ګوند ته یې مخه کړې، او له کبله یې دې ګوند د فیبرورۍ په پارلماني انتخاباتو کې تاریخي بریا خپله کړه.

دوبرېنت وویل: "موږ ټول اندېښمن یوو چې زموږ هېوادونه د غیرقانوني مهاجرت له امله تر سخت فشار لاندې دي، چې دا کار زموږ ټولنې د ویشلو سبب کېږي. موږ غواړو دا ویش بېرته راکم کړو."

د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په دې ګډه اعلامیه کې راغلي، افغانستان او سوریې ته د پناه غوښتونکیو ستنول باید بېرته عادي کړنلاره شي، او هغه هېوادونه چې د خپلو وګړو د بېرته ورستیندو په برخه کې همکاري نه کوي، باید د ویزو محدودیتونو سره مخ شي.

په سند کې همداراز راغلي، سوداګریزې او پرمختیایي مرستې به هم د فشار د وسیلې په توګه وکارول شي، څو د مهاجرو بېرته ستنول چټک شي او د مهاجرت په برخه کې همکارۍ پیاوړې شي. دوی همدارنګه د پولو د ساتنې د تاسیساتو او پرسونل د پیاوړتیا لپاره د بې پيلوټه الوتکو او اروپايي بودیجې په زیاتوالي هم ټینګار ګړی او دا یې هم ویلي چې د وګړو د قاچاق د شبکو پر ضد به هم جدي ګامونه اخلي.

په سند کې ټینګار شوی، هغه پناه‌غوښتونکي چې په کوم بل اروپايي هېواد کې یې مخکې لا پناه اخیستې وي، او بیا په بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي، باید ژر رد شي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا پرونۍ غونډه او پریکړې یې له هغې پوره لس کاله وروسته دي چې د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګیلا مېرکل د جرمني دروازې شاوخوا یو میلیون جګړه‌ځپلو او تر تعقیب لاندې پناه‌غوښتونکو ته پرانیستې، یوه تاریخي پریکړه چې د اروپايي سیاست لوری یې بدل کړ.

په همدې ورځ چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د پنځو نورو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو سره د پناه غوښتنې د پالیسیو پر سختولو هوکړه وکړه، دې هېواد اعلان وکړ چې ۸۱ افغان نارینه یې چې په جرمونو کې ښکیل وو، بیرته افغانستان ته استولي دي.

XS
SM
MD
LG