کونړ کې د یکشنبې د شپې ( د اګست ۳۱ مه) مرګونې زلزلې که د یو شمیر ماشومانو د کورنۍ غړي په مرګ ورنه اخیستي، له یو شمیرو یې بیا په ژوندوني بیل کړي دي. دغې زلزله کې ۲۸۰ ماشومان یتیم شوي او له ګڼ شمیر نورو بیا د کورنۍ غړي ورک دي او د برخه لیک په اړه یې خبر نه دي.
یوشمیر دغو زلزله ځپلو خلکو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، لاهم زړه نه کوي چې د ځینو روغو پاتې وسایلو د راېستلو لپاره خپلو ورانو شویو کورونو ته ستنې شي.
د ماشومانو د ساتنې صندوق (سیف ده چلډرن) اعلان کړی، چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې د څه باندې ۲۶۰ زرو ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۴مه) په یوه راپور کې اندېښنه څرګنده کړې چې د زلزلې پرله پسې ټکانونو هغه ماشومان سخت وېرولي چې بې کور او کورنۍ شوي دي.
په کونړ کې د یکشنبې د شپې له زلزلې وروسته زلزله ځپلیو ته د بیلابیلو ولایتونو خلکو، دغه شان یوشمیر بهر میشتو افغانانو له خوا خیریه هڅې او مرستې روانې دي.
د افغانستان ختیځ، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له تېرې شپې راهیسې شویو زلزلو تر ۴۰ ډېر نور کسان ټپیان کړي او ګڼ کورونه یې نړولي دي.
اسلامیک ریلیف مرسته رسوونکی سازمان وايي چې د کونړ مرګونې زلزلې شاوخوا ۹۸ سلنه ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې کړې یا زیانمنې کړې دي.
د «پي او ار» کارتونو یو شمېر درلودونکي او هغه افغانان چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې پاکستان ته پناه وړې ده، د نیول کېدو او افغانستان ته د استول کېدو د بهیر له چټکوالي اندیښمن دي. دوی ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني پولیس هره ورځ په ملکي او پوځي جامو کې د خلکو کورونو ته
د افغانستان په ختیځ کې د تیرې یکشنبې د ورځې د مرګونې زلزلې د مړو شمېر ۲۲۰۵ تنو ته ورسېد. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، دغه شان د ټپیانو شمېر هم ۳۶۴۰ ته پورته شوی دی.
د کونړ ولایت یو شمیر زلزله ځپلې میرمنې وايي، بې کورنیو شوي او بېسرپرسته پاتې دي، نه پوهېږي څه وکړي او چېرې ولاړې شی.
نور راوښيه