د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۳

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم متحده عربي امارات مات کړ او پایلوبه له پاکستان سره کوي


افغان توپ وهونکی کرکټر - رحمن الله ګربز
افغان توپ وهونکی کرکټر - رحمن الله ګربز

افغان ملي ټيم وتوانېد د شل اووریز کرکټ په درې اړخیز سیریز کې د ګروپي دور وروستۍ لوبه د متحده عربي اماراتو په وړاندې وګټي.

د افغانستان لوبډلې په پوره شلو اورونو کې د ۱۷۱ منډو هدف ټاکلی وو.

د اماراتو ټیم هدف ته د رسېدو په تکل تر پایه لوبه وکړه خو ونه توانېد او بلاخره یې لوبه د څلورو منډو په توپیر وبایلوده.

د افغان لوبډلې ځای ناستي کپټان ابراهیم ځدراڼ د لوبې تر ګټلو وروسته وویل:

«متحده عرب اماراتو ډېره ښه لوبه وکړه. هغوی لوبه ګټله خو زه خپل بالران ستایم چې ښه باولنګ یې وکړه او لوبه یې ختمه کړه. دا ښه سیریز وو. موږ فاینل کې پاکستان سره مخ یو. یوه اخرنۍ لوبه پاتې ده. موږ تر دې وروسته اسیا کپ ته ډېر چمتو یو. غواړو اسیا جام ته له ښې انرژۍ او جدیت سره لاړ شو.»

افغان توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د اماراتو په وړاندې
افغان توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د اماراتو په وړاندې

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۴۸، رحمن الله ګربز ۴۰، کریم جنت ۲۸ او ګلبدین نایب ۲۰ منډې جوړې کړې.

په توپ اچوونه کې هم افغانستان اوه لوبغاړي ولوبول چې پنځو یې یوه یوه وېکټه واخیسته.

په بیګانۍ لوبه کې تر ډېره ځوان او هغه لوبغاړي ولوبېدل چې تېرو لوبو کې چانس نه وو ورکړل شوی.

افغان توپ اچوونکی عبدالله احمدزی
افغان توپ اچوونکی عبدالله احمدزی

په بیګانۍ لوبه کې د راشدخان پر ځای ابراهیم ځدراڼ کپټاني وکړه ځکه راشدخان، محمد نبي، فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او صدیق الله اتل ونه لوبېدل او پر ځای یې ځینې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو.

د متحده عرب اماراتو په کوربه توب درې اړخیز ټورنمنټ پایلوبه به یکشنبه د افغانستان او پاکستان تر منځ وشي چې دواړو یې له څلورو لوبو درې ګټلي.

تر دې دری اړخیز سیریز وروسته به په متحده عرب اماراتو کې د اسیا جام سیالۍ پيل شي. په هغه جام کې افغانستان په بي ګروپ کې له هانک کانګ، بنګله دیش او سریلانکا سره مخ دی.

په اې ګروپ کې بیا هندوستان، پاکستان، متحده عرب امارات او عمان لوبیږي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG