د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې یو شمیر زلزله خپلي وايي، هر نوی ټکان د لومړنۍ مرګونې زلزلې حالت د دوی په ذهن کې بیا راژوندی کوي.
دوی وايي خورا وېرېدلي او په اندېښنه کې دي.
د څوکۍ ولسوالۍ په دیوهګل دره کې د زلزلزې یو زیانمن وارث، چې په خبره یې اوسېدو ته نه کور ورپاتې دی او نه خیمه یا بله سرپناه، ازادۍ راډیو ته یې وویل:
«دا راورسته ټکانونه ډېر شدید وو، ټوله شپه یې دوام وکړ. خلک دومره وېرېدلي چې ان د خپلو ضروري توکو او جامو د را اخیستلو لپاره هم زړه نه کوي چې بېرته خپلو ورانو شویو کورونو ته داخل شي. کورونه داسې زیانمن شوي چې د اوسېدو وړ نه دي. ټول خلک هره شېبه دا احساس کوي چې بیا به زلزله وشي.»
د ده په خبره، سلګونو نورو کورنیو هم په دې دره کې له خیمې او نورو لومړنیو وسایلو پرته تر شنه اسمان لاندې اړولي دي.
دی له مرستندویه ادارو غواړي چې تر ټولو لومړی دوی ته د خیمو غم وخوري چې د سرپناه ستونزه یې حل شي.
په همدې حال کې یو ځايي رضاکار نثار احمد چې د نورګل او څوکي په ولسوالیو کې د مرستې رسولو په چارو بوخت دی هم وايي، خلک په ویره او اندېښنه کې دي او رواني وضعیت یې ښه نه دی:
«کله چې زلزله کېږي، له غرونو ډبرې راښويېږي او ډېر وحشتناک غږونه جوړوي. دلته ماشومان، ښځې، سپینږیري او ان ځوانان هم وېرېږي او دې حالت پرې ډېر اغېز کړی. له خوبه یو وار راویښ شو او منډې وهو چې زلزله ده. دې حالت پر ټولو تاثیر کړی او خلک له ذهني پلوه شکنجه شوي دي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې بشرپاله چارو او د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال «تام فلیچر» د سپتمبر په ۵مه په یوه اعلامیه کې د بودجې د کمښت له امله د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلو ته د مرستو د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، دغې زلزلې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او سلګونه زره کسان چې مخکې د لسیزو جګړو او بېځایه کېدو له امله زیانمن شوي وو، کورونه یې وران شوي او معیشت یې له لاسه ورکړی دی.
د یکشنبې د شپې ناوخته ( د اګست په ۳۱مه ) د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزلې په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
د طالبانو حکومت ویلي چې په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان مړه کړل او له ۳۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د «اسلامیک ریلیف» مرستندویه سازمان د ارزونې له مخې، په کونړ کې شاوخوا ۹۸ سلنه ودانۍ په بشپړه ډول ویجاړې یا هم په جزوي ډول زیانمنې شوې دي.
د اګست د ۳۱ مې له زلزلې ورسته د سپتمبر په دوهمه هم د ریښتر په کچه ۵.۵ زلزله وشوه او د پنجشنبې د ورځې له سهاره (د سپتمبر څلورمه) بیا د جمعې د ورځې تر سهاره ( د سپتمبر پنځمه ) پورې هم څو پرله پسې زلزلې وشوې.
دوی کې تر ټولو شدیده یې د سپتمبر په ۴مه د افغانستان په وخت د شپې ۹:۳۰ بجې وشوه چې شدت یې د رېښتر په کچه ۵.۶ درجې و. د لومړنیو راپورونو له مخې په دې زلزله کې په کونړ او ننګرهار کې تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان شول.