د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۹

د کونړ له زلزله ځپلیو سره د عامو افغانو مرستې روانې دي


کونړ-مزار دره- سپتمبر -۲-۲۰۲۵-ارشیف
کونړ-مزار دره- سپتمبر -۲-۲۰۲۵-ارشیف

په کونړ کې د یکشنبې د شپې له زلزلې وروسته زلزله ځپلیو ته د بیلابیلو ولایتونو خلکو، دغه شان یوشمیر بهر میشتو افغانانو له خوا خیریه هڅې او مرستې روانې دي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی طلا لیوال وايي:

" د شپې چې زلزله وشوه، سهار کې دلته راغلو، خانونه مو دلته راوسول، دلته کلي په مکمل ډول باندې ویجاړ وو، لارې بندې وې، هر چا بیلچه او میتی راخیستی و او تر هغه ځایه یې ځانونه رسول."

ښاغلي لیوال چې د یوه مرستندویه بنسټ مشر دی، زیاتوي، کله چې زلزله وشوه شپه په شپه یې له خپلو شپږ کسو ملګرو سره حرکت وکړ، او سبا یې ځانونه کونړ ولایت ته ورسول، بیا نورګل ولسوالي ته ولاړل، چیرې چې په خبره یې وضعیت دېر خراب و:

نوموړي وړاندې ازادي راډیو ته وویل:

" ډیر ضرورت خوراکي موادو او اوبو ته و، په زرګونو کسان وو چې مرستې ته راغلي وو او خلک یې له خاورو راباسل، دوی لپاره بیا مونږ تر خپل وس او اندازې اوبه او خوراکي مواد راوړل، اوس هم همدغلته یو، تر څو حالات نورمال شي، په وار وار زلزله هم کېږي. "

د یکشنبه (د اګست د ۳۱ مې ) د شپې ناوخته، د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کونړ، ننګرهار او لغمان کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو حکومت، د مړو شمیر له ۲۲۰۰ او د ټپیانو له ۳۶۰۰ پورته ښودلی دی.

اسلامیک ریلیف مرسته رسوونکی سازمان بیا ویلي چې د کونړ مرګونې زلزلې شاوخوا ۹۸ سلنه ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې کړې یا زیانمنې کړې دي.

د کونړ زلزله ځپلو سره د افغانستان له ګوټ ګوټ خلکو د ژغورنې د عملیاتو په برخه کې د مرستې تر څنګ د لومړنیو اړینو موادو او وسایلو لکه د اوبو، خوړو، درملو او سرپناوو مرستې هم کړې دي.

د افغان هندوانو او سېکهانو سرتاسري تولنې هم له زلزله خپلو سره د لومړنیو خوراکی توکو مرسته کړې ده.

د دغې ټولنې مشر منجیت سینګهـ لامبه د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

" زمونږ د قوم په استازیتوب د هندوانو او سېکهانو له طرفه د ۲۰۰ بورۍ وړو، ۲۰۰ بوتله غوړیو او سل چوړه جامو مرسته کونړ کې زلزله ځپلو سره شوې ده، او نور هم په دې برخه کې زمونږ خبرې روانې دي."

ښاغلی لامبه وايي دوی بهر کې هم خپلو شوراګانو سره په اړیکه کې دي چې مرستې راجلب کړي.

د یادونې ده چې په یو شمیر هیوادونو کې افغانانو وار له مخه دا کار کړی دی.

سویډن کې د مرستو راټولونکي کمپاین یو غړۍ ولایت ځان امید ځدران د سپتمبر په پنځمه ازادي راډیو ته وویل:

" په سویډن کې میشتو افغانانو په ځانګړي ډول مالمو ښار کې شته افغانو ټولنو بېړنۍ غونډه کړې وه چې مونږ به تر یکشنبې ورځې پورې بسپنه راټولوو او چې څومره پیسې راټولې شوې د کونړ زلزله خپلو سره به مرسته کوو."

ښاغلی ځدران وايي، په نورو اروپايي هیوادونو، کاناډا او امریکا کې هم ورته هڅې پیل شوې دي.

د ټولنیزو چارو او خیریه کارونو یو شمیر کارپوهان له دې ډلې مجیب لحاظ بیا وايي، زیانمنو او اړمنو ته د مرستو راټول ښه کار دی، خو په خبره یې ځني مهم ټکي دي چې باید په پام کې ونیول شي.

ښاغلي لحاظ ازادي راډیو ته وویل:

"پکار دا ده هر هغه څوک چې مرستې کوي د حساب ورکونې په خاطر یو میکانیزم رامنځته کړي، ټولې مرستې یو ځای ته راټولې شي، له بلې خوا سروې او شمیرنه باید موجوده اووسی او په ټولو سیمو کې د خلکو تر منځ په منظم ډول وویشل شي، چې مستحقو خلکو ته ورسېږي."

د ملګرو ملتونو په شمول بېلابیلو نړیوالو سازمانونو کونړ کې د خلکو وضعیت کړکیچن بللی دی او دوی ته یې د مرستو په رسولو تاکید کړی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر زلزلزې ورسته په یوې خبري غونډه کې له ټولو خیریه بنسټونو غوښتي وو چې له زلزله خپلو سره مرستې وکړي خو ټینګار یې کړی و چې مرستې د جوړې شوې کميټې له لارې وکړي څو په خبره یې په شفاف او سم ډول سره یې تر اغیزمنو او مستحقینو ورسېږي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د طبعي پېښو زیانمنو ته د مرستو راټولو په برخه کې د شفافیت په نه شتون انتقادونه شوي وو او اړمنو شکایت درلود چې دوی ته د طالبانو حکومت او هم خیریه بنسټونو له خوا لازمې مرستې نه دي رسېدلي.

نن د سپتمبر پنځمه د خیریه کارونو له نړیوالې ورځې سره هم برابر ده.

ملګرو ملتونو دا ورځ ۲۰۱۲ مبلادي کال کې دا ورځ په دې نوم نومولې ده.

دا ورځ د انجزه ګونجه یویاحیو (Anjeze Gonxhe Bojaxhiu) مشهوره په ترزا مور (Mother Teresa) چې یوه خیر رسونکې میرمن او د شمالي مقدونیا د اوسنۍ پلازمینې اسکوپیې زوکړې وه د تلین له ورځې سره برابره ده.

د دې ورځې له نمانځې موخه د خیریه کارونو د مثت اغیز په اړه د عامې پوهاوي لوړول دي او ورته د خلکو او سازمانونو هڅول دي.

XS
SM
MD
LG