د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۲

په جرمني کې د پناه زیاتې دوسیې د افغانانو دي؛ سږ کال څه باندې ۳۰زرو افغانانو پناه غوښتې


برلین کې کډوال
برلین کې کډوال

سږ کال په جرمني کې ۳۰ زر او ۷۷۹ افغانانو د پناه غوښتنې کړي دي.

د جرمني د مهاجرت او کډوالو د فدرال ادارې د جمعې ورځې «سپټمبر پنځمې» د ارقامو په اساس د افغان پناه غوښتونکو دا شمېر د هغو یو لکو کسانو په ډله کې چې جرمني کې یې د اګست تر پایه د پناه غوښتنې ثبت کړي د یوه هېواد د اوسیدونکو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د پناه غوښتنې اړوند یو لک قضیو کې ۲۵ زره او ۷۶۶ نورې قضیې تعقیبې وې هغه اصطلاح چې د پناه غوښتونکو حالت د حقوقي شرایطو او د نویو شواهدو د ترلاسه کېدو په خاطر بدل شوی.
په دې تعقیبي دوسیو کې هم د افغانانو تر ټولو زیاتې وې ځکه ۱۴ زر او ۸۶۵ د افغان اتباعو وې او پکې لږ تر لږه ۹ زر او ۱۳۹ دوسیې د افغان مېرمنو له خوا ثبت شوې دي.

د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

له دې سره سره سږ ۲۰۲۵ کال د تېر کال په نسبت د پناه غوښتنې قضیې څه ناڅه کمې شوي دي.

په اګست میاشت کې د پناه غوښتنې ۷ زر او ۸۰۳ دوسیې ثبت شوې وې حال دا چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې ۱۸ زر او ۴۲۷ قضیې ثبت شوې وې.

سره له دې چې سږ کال د پناه غوښتنې عمومي شمېر راټېټ شوی خو بیا هم جرمن چارواکي د افغانانو د پناه غوښتنو په شمېر کې د زیاتوالي لوی لامل د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د څلورمې پرېکړه یادوي.

هغه وخت یادې محکمې پرېکړه کړې وه چې افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو سیستماتیک او ټولیز تبعیضي اقدامات چې پکې پر تعلیم، کار او سفر بندیزونه، جبري ودونه او ګڼ نور محدودیتونه شاملیږي افغان ښځې د هغوی د جنسیت او ملیت په اساس په اتومات ډول د نړیوال خوندیتوب مستحقې ګرځوي.

د محکمې د یاد اقدام په اساس باید اروپايي هېوادونه انفرادي مسلو او دوسیو ته له پام پرتې هغو افغان ښځو ته پناه ورکړي چې له خپل هېواده راوتلې دي.


XS
SM
MD
LG