د کونړ ولایت یو شمیر زلزله ځپلې میرمنې وايي، بې کورنیو شوي او بېسرپرسته پاتې دي، نه پوهېږي څه وکړي او چېرې ولاړې شی.
د ودانیزو چارو یو شمیر افغان کارپوهان وايي، په کونړ ولایت کې، د زلزلې د درنې مرګ ژوبلې او ویجاړیو یو لامل د کورونو په جوړلو کې اړینو ودانیزو چارو ته پام نه کول دي. دوی وايي د کونړ په ځینو سیمو کې کورونه یو بل باندي تکیه جوړ شوي وو او ان له ډیرو لومړنیو اړینو ودانیزو موادو هم په کې استفاده نه وه شوې.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ یو وار بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ د درولو غوښتنه کړې ده. په عین حال کې یو شمیر کډوال وايي پاکستاني پولیسو د جوماتونو له لارې ورته په دغه هیواد کې د اوسېدو لپاره ۱۵ نورې ورځې وخت ورکړی دی.
په کونړ او نورو ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې په درېیمه ورځ هم طالب چارواکي وايي، هلته د ژغورنې عملیات دوام لري.
په کونړ کې یو شمیر زلزله ځپلي وایي، خلکو د خپلو کورونو د ورانېدو او د نورو احتمالي زلزلو له وېرې په ډاګونو کې اړولي دي. دوی سهشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې نور یې کورونه د اوسېدو نه دي.
په کونړ او ننګرهار د وروستۍ زلزلو یو شمېر قربانیان ادعا کوي چې په د دې ولایتونو کې روغتونونه د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي. دوی وایي زیانمنې شوې میرمنې روغتونونو ته لېږدول شوي خو د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي او د درملو د کمښت له امله یې سمه درملنه نه ده شوې.
په داسې حال کې چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو د ژغورنې عملیات لا هم روان دي د طالبانو حکومت وايي د دې زلزلې له امله یوازې د کونړ، په اسعد اباد، وټه پور، څوکۍ ، چپه دره او نور ګل ولسوالیو کې ۱۴۱۱ کسان مړه شوي او لږترلږه ۳۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه وویل چې کونړ ولایت کې د وړمې شپې زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۱۱ ته ورسېد.
د افغانستان سرې میاشتې په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې د قربانیانو نوې شمیرې له رسنیو سره شریکې کړې دي او اندیښنه یې څرګنده کړې ده چې دا شمیرې په زیاتیدو دي. په ورته وخت کې له زلزله ځپلیو سره ځینو هیوادونو د مرستو ژمنې کړې دي.
ننګرهار کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي. د مرکز جلال اباد او بېلابیلو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، ان د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
په خوست کې دځايي خلکو او ځوانو فعالانو د کونړ، ننګرهار، لغمان او پنجشیر ولایتونو زلزله ځپلو ته د نغدي مرستو د راټولو بهیر پیل کړی دی. دوی په ډله ییز ډول ښار کې ګرځي او له خلکو همدارنګه دکاندارانو او سوداګرو مرستې راټولوي.
نور راوښيه