د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۵

تر څلوېښتو زیات کسان تازه زلزلو ټپیان کړي؛ د پخوانۍ زلزلې مړي تر ۲۲۰۰ تنو اوښتي


کونړ کې د زلزلې زیانمن خلک
کونړ کې د زلزلې زیانمن خلک

د افغانستان ختیځ، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له تېرې شپې راهیسې شویو زلزلو تر ۴۰ ډېر نور کسان ټپیان کړي او ګڼ کورونه یې نړولي دي. په دې ولایتونو کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو او د زلزله ځپلو ولسوالیو او سیمو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل که څه هم د تلفاتو اړوند تر اوسه ورته دقیق معلومات نه دي رسېدلي خو په خبره یې ټپیان یې حوزوي روغتونونو ته لېږدولي او نور خلک له وېرې په پټیو او ډاګونو کې شپې ورځې تېروي.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ د شګې سیمې اوسېدونکی سردارولي ساحل وایي د پنجشبې شپې ناوخته ( د سپتمبر څلورمه) او نن جمعه سهار وختي ( د سپتمبر پنځمه) زلزلو یې ګڼ کلیوال ژوبل کړي او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

ساحل ازادي راډیو ته وویل چې د ټپیان وضعیت ښه دی:

«هر یو یو نیم ساعت وروسته یو قوي ټکان محسوسېږي، کورونه زښته زیات ویجاړ شوي» دی زیاتوي»
د ښېوې اوسیدونکی او د زلزلې زیانمن

«برسېرن ټپیان ډېر دي چې همدلته کلینیکونو کې یې درملنه کېږي، خو تر ۱۷ نور ټپیان مو حوزوي روغتون ته انتقال شوي.»

د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ یو اوسېدونکي یونس بیا وویل چې د تېرې شپې زلزلې یې کور په بشپړ ډول نړولی خو دوی ته په کې څه زیان نه دی اوښتی، دی زیاتوي چې اوس دوی بې سرپناه پاتې دي:

«زیان رارسېدلی، کوټې مو ناستې دي، بل ځای نه لرو، پټیو کې مو خیمه وهلي، هلته شپې ورځې تېروو، وس نه لرو چې بیا کوټې جوړې کړو.»

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د رسنیو دفتر رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د ننګرهار دره نور ولسوالۍ مژګنډول، سُتن او املې کليو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه ټپيان شوي دي.

د زلزلې یوه زیانمنه سپین سرې ښځه
د زلزلې یوه زیانمنه سپین سرې ښځه

په دې بیان کې راغلي چې د پېښې له ځايه ۱۳ ټپيان په امبولانسونو کې حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې لس تنه يې رخصت او درې بستر شوي؛ خو په ټکو یې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

بیان کې راغلي، تېره شپه د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې زلزله وشوه چې په دره نور او کوز کونړ ولسواليو کې یې ګڼ شمېر کورونه هم ونړول او يو شمېر تخريب شول.

ننګرهار لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ريیس احسان الله ساجد په دې اړه د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

«تېره شپه ډېره شدیده زلزله وه، د ننګرهار ښېوې او درې نور ولسوالیو کې یې ډېر کورونه نړیولي خو دا خلک ډېر کورونو کې نه اوسېږي ځکه هره ورځ د زلزلو ټکانونه وي له همدې امله انساني تلفات ډېر نه لرو، بیا مو روغتیایي ټیمونه او مبولانسونه سیمو ته ورواستول.»

دغه شان د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي او په دیوه ګل ولسوالۍ کې موجود له زلزله ځپلو سره د مرستو په برخه رضا کار ځوان نثار احمد احمدي ازادي راډیو د تېرې شپې د زلزلې په اړه وویل:

«دیوه ګل کې په تازه زلزلو کې څلور کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي،له نېکه مرغه ځاني تلفات نشته، نږدې ۱۷ کورونه تخریب شوي،بل موږ سره دلته سیمه کې یو رضا کاره ځوان ټپي شو چې د زلزلې پر مهال له غره ډبرې راغلې او د هغه په پښه ولګېدې، خو اوس ښه دی او بېرته کار ته راغلی، خو په ولسونو کې زښته زیاته وېره خپره ده، ان د چا د ګیلاسونو غږ هم شي خلک منډې وهي، خو مرستو ته زښته زیاته اړتیا ده.»

که څه هم نثار احمد وایي چې د کونړ ولایت د سید جمال الدین پوهنتون درې محصلین چې په لیلیه کې وو د زلزلې پر مهال د ځان ژغورنې لپاره د تعمیره د ځان غورځولو له امله ژوبل شوي، خو د دغه پوهنتون عملي تحقیقاتو څانګې مرستیال سید اصغر هاشمي ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره رد کړه او ویې ویل چې د زلزلو له وېرې هېڅ څوک په لیلیه او تعمیرونه کې نه پاتې کېږي او ټول محصلین پټیو ته ایستل شوي.

زلزله کې د نورګل ورانې سیمې
زلزله کې د نورګل ورانې سیمې

کونړ لپاره د طالانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ريیس نجیب الله حنیف هم ازادي راډیو ته وویل:

«زلزله بار بار کېږي، سهار راهیسې دوه ځلې شوې ده، د (دیوګل ولسوالۍ) مزار درې ته یې بیا لاره بنده کړې ده،پر یوه موټر هم غر راښوویدلی دی ،ټپیان لرو خو لا یې دقیق شمېر معلوم نه دی او د شهیدانو کومه اطلاع هم نه ده راکړل شوې.»

ګڼو کورنیو رسنیو د کونړ ولایت ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وروستیو زلزلو کې دغه ولایت کې هم تر ۲۰ کسان ژوبل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې لغمان کې د تیرې شپې له څو پرله پسې زلزلو له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي دي.

په خبر کې راغلي دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند عبالمالک نیازي په حواله راغلي، چې دا کسان د زلزلې پر مهال د منډو او ګډوډیو له امله ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د څوکۍ، ناړۍ، وټه پور، دیوه ګل او چپې درې ولسوالیو او د ننګرهار خاص کونړ، دره نور، ښېوې ولسوالیو بېلابېلو کلیو او جلال اباد ښار اوسېدونکو ازادي راډیو سره خبرو کې د تېرې شپې راهیسې د ځایي وخت تر غرمه مهاله د درې ځلو شدیدو زلزلو او ټکانونو خبره وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د کونړ ولایت د دیوه ګل او څوکۍ ولسوالۍ ځینو زلزله ځپلو او د قربانیانو کورنیو پرون پنجشنبه «د سپټمبر په ۴مه» ازادي راډیو ته وویل چې لا یې هم د کورنۍ ځینې غړي تر خاورو لاندې پاتې دي، هغه څه چې د طالبانو حکومت هم تایید کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپل ایکس پاڼه خپور کړي بیان کې د پنجشنبې ورځې تر ناوخته ( د سپتمبر څلورمه ) د وروستیو زلزلو له امله د مړو شمېر ۲۲۰۵ تنه او د ټپيانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو اعلان کړ، خو په خبره یې د ژغورنې عملیاتو پرمختګ کې ښایي دې شمېرو کې بدلون راشي.

XS
SM
MD
LG