د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له زیانمنو سره د مرستو لپاره په وروستیو څو ورځو کې انلاین بسپنې هم ټولې شوي دي.
دا بسپنې اکثر د معتبرو انلاین پاڼو له لارې ټولیږي چې تر ټولو مهمه یې د ګوفنډ مي پاڼه ده.
د معلوماتو په اساس لږ تر لږه ۱۲ کسانو او ټولنو په دې لار د کونړ له زلزله ځپلو سره د مرستو کمپاینونه پیل کړي دي.
که څه هم اکثر دا بسپنې تر اوسه نه دي بشپړې شوي او خپل ټاکلي حد ته نه دې رسېدلي خو ځینې یې توانېدلي د پام وړ پیسې ټولې کړي.
په دې کې تر دې دمه ټول ټال دوه لکه ډالره بسپنه ټوله شوې ده.
په دې ډله کې د کرکټ د ملي ټیم مشهورو لوبغاړو راشدخان او محمد نبي څه باندې ۱۲۰زره ډالره بسپنه راټوله کړې.
راشدخان مخکې هم د طبیعي پېښو پرمهال له زیانمنو خلکو سره مرستې کړي او یوه لویه برخه یې د انلاین بسپنو له لارې تامین شوې. تر ټولو لویه بېلګه یې د افغانستان په لویدیځ کې د لویې او مرګونې زلزلې له زیانمنو سره مرسته وه. هغه په پکتیکا کې زلزله ځپلو سره مرستې کړې وې. راشدخان دا وار د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره لږ تر لږه ۸۵ زره ډالره بسپنه ټوله کړې ده.
هغه د دوه نیم لکو ډالرو هدف ټاکلی او له ټولو شتمنو او خلکو یې غوښتي چې خپله مرسته وکړي.
د افغانستان د کرکټ بل مشهوره لوبغاړي محمد نبي هم له زیانمنو سره د خپل بنسټ له لارې مرستې کوي. دا وار یې څه باندې ۵۰زره ډالره راټول کړي.
له نورو لویو مرسته راټولونکو کالیفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنه یادولی شو. دې ټولنې تر دې دمه شاوخوا ۴۰ زره ډالره بسپنه ټوله کړې.
ځینو نورو بنسټونو او خلکو هم د انلاین بسپنو ټولولو لپاره هڅې کړي.
په یو شمېر خیریه بنسټونو باندې د ځینو خلکو له خوا نیوکې هم کېږي چې ټولو شویو مرستو کې څه ناڅه درغلي کوي.