د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۵

د سویس حکومت: هغه افغان مجرد نارینه پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته ستنو چې د پناه غوښتنې یې رد شوې وې


د سویس حکومت د حمل میاشتې په وروستیو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوې تګلاره اعلانوي.

د دغه هېواد د کډوالو ادارې د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۰مه) اعلان کړی، هغه مجرد او روغ افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه یې د سویس د حکومت له لوري رد شوې او په دغه هېواد کې کورنۍ ونه لري، ممکن په ځانګړو شرایطو کې افغانستان ته ستانه کړل شي.

د سویس د کډوالو ادارې پر ویب پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې دا نوې پریکړه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو وخت په پرتله اوس د ښه امنیتي او اقتصادي وضعیت له امله شوې ده.

دا نوې پریکړه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو وخت په پرتله اوس د ښه امنیتي او اقتصادي وضعیت له امله شوې ده
د سویس حکومت

دې ادارې ټینګار کړی چې د ځینو استثنایي مواردو پرته، افغانستان ته د ټولو کډوالو بېرته ستنول معقول نه بولي.

د سویس د کډوالو ادارې په خبره، د دغه هیواد د کډوالو په بدله شوې پالیسۍ کې ښځې، ماشومان، کورنۍ او هغه ناروغان نه شاملېږي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، بلکې په ټکو یې دوی به په موقتي توګه په سویس کې ساتل کیږي.

په دغه هېواد کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د افغان کډوالو ایستل ناشوني دي.

یو افغان کډوال چې د سویس په یوه کمپ کې د خپلې پناه غوښتنې ځواب ته په تمه دی، په دې اړه د اندېښې په څرګندولو سره وايي، که بېرته افغانستان ته ستون شي، ژوند به یې له ګواښونو سره مخ شي.

ده چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم او غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته په يوه ليکلي پيغام کې وویلي، په افغانستان کې د هغو امنيتي ستونزو له امله چې دی ورسره مخ وه، له خپل هېواده وتلو ته اړ شوى او که د پناه غوښتنه يې رد شي، بېرته ستنېدل به يې ناشوني وي.

په دې حساسو او له ناورین ډکو شرایطو کې چې افغانستان کې روان دي او افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، دا اصلا د زغم وړ نه ده
په سویس کې افغان کډوال

یو بل افغان کډوال چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل،

"په دې حساسو او له ناورین ډکو شرایطو کې چې افغانستان کې روان دي او افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، دا اصلا د زغم وړ نه ده، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې وطن، کور، ژوند او ټولې شتمني یې له لاسه ورکړې."

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، یو شمېر افغانان, چې په خبره یې، له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ وو، دغه هېواد پرېښود او ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل او له هغه ځایه یو شمېر اروپايي هېوادونو ته کډوال شول.

که څه هم د سویس د کډوالو ادارې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وضعیت د خرابیدو له امله د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۱ نیټه له دغه هیواده د کډوالو د شړلو بهیر وځنډاوه، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې پنځه تنه افغان وګړي چې د دغې ادارې په ټکو مجرمان او د سویس داخلي او بهرني امنیت ته ګواښ وو، بیرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.

د سویس د کډوالو ادارې په خپل تازه اعلان کې ټینګار کړی چې خطرناک مجرمین به له استثنا پرته افغانستان ته ستنوي.

XS
SM
MD
LG