د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانستل شوه


د تورخم دروازه نن چهارشنبې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانستل شوه
د تورخم دروازه نن چهارشنبې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانستل شوه

له پنځه ویشت ورځنۍ بند وروسته نن چهار شنبه د تورخم دروازه د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانستل شوه.

چارواکو ویلي، د راتلونکې جمعې په ورځ به پاکستانی لوری د مسافریونو د تګ راتګ په موخه خپل سیستمونه فعالوي او دغه دروازه به له هغې وروسته د هر ډول تګ راتګ په وړاندې پرانستل شي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل،

د تورخم دروازه له پنځه ویشت ورځني بندیز وروسته نن د باروړونکو او خالي موټرو په وړاندې پرانستل شوه، او دغه شان ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د ناروغانو او ټولو مسافرو پر مخ پرانستل کیږي
مخلص احمد

"د تورخم دروازه له پنځه ویشت ورځني بندیز وروسته نن د باروړونکو او خالي موټرو په وړاندې پرانستل شوه، او دغه شان ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د ناروغانو او ټولو مسافرو پر مخ پرانستل کیږي".

په همدې حال کې په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د دروازو له خلاصون وړاندې د دواړو لوریو مسولینو خبرې وکړې او د دروازې پر خلاصون هوکړې ته ورسېدل.

که څه هم نوموړي د دغه ناستې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو په تورخم کې له دې خبرو یوې باخبره سرچینې او د کرښې بلې غاړې ته د جرګې یوه غړي ملک صدر شاه خالد ازادي راډيو ته وویل،

"نن د دواړو غاړو د مسولو چارواکو له لوري ناسته وشوه، په دې ناسته کې د جرګې د وړاندیزونو له مخې پرېکړه وشوه چې د اپریل تر ۱۵ مې به اوربند ټینګ وي او دغه شان به په لانجمه سیمه کې هیڅ ډول فعالیت نه کیږي. "

خو د طالبانو حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم لا معلومه نه ده چې په لانجمه سیمه کې د طالب ځواکونو له لوري د پوستې پر جوړولو کار روان دی او که درول شوی دی .

نن د دواړو غاړو د مسولو چارواکو له لوري ناسته وشوه، په دې ناسته کې د جرګې د وړاندیزونو له مخې پرېکړه وشوه چې د اپریل تر ۱۵ مې به اوربند ټینګ وي او دغه شان به په لانجمه سیمه کې هیڅ ډول فعالیت نه کیږي
په تورخم کې سرچینې

له دې وړاندې پاکستاني لوري ویلي وو تر هغه دغه دروازه نه پرانیزي چې طالب ځواکونو په لانجمنه سیمه کې د پوستې د جوړولو کار نه وي درولی.

پنځه ویشت ورځې وړاندې د فبرورۍ ۲۱ مه دا د تورخم دروازه د پاکستان له لوري ظاهر کرښې ته نږدې د طالب ځواکونو له لوري د یوې پوستې د جوړېدو په غبرګون کې تړل شوې وه چې له امله یې دواړو لوریو ته په زرګونه مسافر او دغه شان زرګونه په سوداګریزو توکو بار موټر بند پاتې شول.

دغه شان د دروازې له تړل کېدو وروسته په وقفه یې ډول درې پرلپسې شپې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنې نښتې هم وشوې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم واوښته، او د سیمې اوسېدونکو د جګړې له امله بې ځایه شول.

که څه هم د دغه دروازې د خلاصون په هدف دوه ځل د دواړو اړخونو سوداګرو او قومي مشرانو د جرګې په بڼه ناستې هم کړې وې خو پایله یې نه وه ورکړې.

د جرګې یو شمېر غړو ازادي راډيو ته ویلي وو چې دوی په وروستۍ ناسته غوښتنه کړې وه چې د دواړو اړخونو سیمه ییز مسولین به د چهارشنبې په ورځ ناسته کوي او د تورخم دروازې د خلاصون په سر به خبرې کوي.

تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره مهمه لار بلل کيږي.

دغه شان تورخم د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي، چې په بندیدو سره یې د دواړو لوریو سوداګرۍ ته زیان رسیږي.

XS
SM
MD
LG