د طالبانو د حکومت پر سیاستونو خصوصاً د دوی له خوا په افغانستان کې د بېلابېلو بندیزونو لګولو منتقدان او پر خواله رسنیو مبصرین ادعا کوي چې په خپلو ټولنیزو شبکو د طالبانو پر حکومت د نیوکو له امله بندیان او ان شدید شکنجه شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د دغه حکومت د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي د پنجشنبې په ورځ د روسیې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د کازان په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.
بېکوري په ډېری اروپايي هېوادونو کې افغان کډوالو ته یوه جدي ستونزه ده، خو په جرمني کې بیا ترې ډېر کړېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي لسیزو دوامدارو جګړو او ژورو اقتصادي ستونزو افغانان په رواني او روحي لحاظ سخت ځپلي دي.
نور راوښيه