د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۴

د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فيض حميد په ۱۴ کاله بند محکوم شو


د پاکستان د پوځ د استخباراتو (اي ایس اي) پخوانی مشر جنرال فیض حمید، او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ څو ورځې وروسته د کابل په سرینا هوټل کې د چای د وقفې پر مهال
د پاکستان د پوځ د استخباراتو (اي ایس اي) پخوانی مشر جنرال فیض حمید، او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ څو ورځې وروسته د کابل په سرینا هوټل کې د چای د وقفې پر مهال

د پاکستان پوځ د خپلې استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال فيض حميد په ۱۴ کاله بند محکوم کړی دی ۔ دا لومړی ځل دی چې د ( ای-ایس-ای) يوه پخواني مشر ته په پاکستان کې سزا ورکول کیږي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای- ایس-پي- ار) د يوې خبرپاڼې ترمخه پر فیض حمید په سياسي فعاليتونو کې د ښکيلتيا، د پوځ له قانون څخه د سرغړونې او فساد تورنه لګيدلي وو ۔ د هغه په ضد په کال ۲۰۲۳ کې په اسلام اباد کې د يو شخصي ښارګوټي "ټاب سيټې" مالک معز خان عريضه ورکړې وه چې له دفتر او کور نه يې پيسې ، سره زر او نور قيمتي توکي وړي دي او له خپل واک څخه یې په غیر قانوني ډول پر هغه فشار راوستی دی.

د فیض حمید تر نیولو څلور میاشتې وروسته د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په يوه خبرپاڼه کې ويلي و چې فيض حميد د پوځ د قانون نه سرغړونه کړې ده او په سياسي فعاليتونو کې يې برخه اخیستې ده ۔ په هغه دا تور هم و چې د تقاعد اخیستو نه وروسته يې ځينې مهم اسناد د ځان سره ساتلي ول چې د ساتلو اجازه يې نه درلوده۔

د ( ای-ایس- پي- ار) لخوا په فيض حميد دا تور هم لګيدلی و چې د کال ۲۰۲۳ په قهرجنو مظاهرو کې يې لاس درلود ۔ په کال ۲۰۲۳ کې د مۍ په نهمه نيټه د پخواني صدراعظم عمران خان د فساد په يوه قضيه کې نيول کيدو نه وروسته د هغه پلويانو په ټول پاکستان کې له قهره ډک لاريونونه کړي وو چې دولتي او شخصي ودانيو او پوځي تاسيساتو ته پکې زيان رسيدلی و۔

جنرال فيض حمید د پاکستان د پوځ د "بلوچ رجمنټ" سره تعلق درلود ۔ هغه د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې د پوځ د اوسني مشر فيلډ مارشل عاصم منیر پر ځای د آی ایس آی د مشر په توګه وټاکل شو ۔

په پيښور کې د قانونپوه او د خيبر پښتونخوا د وکیلانو شورا پخواني غړي سيد مبشر شاه د ازادي راډیو مشال څانګی ته وويل چې د پوځي محکمی لخوا د فيض حميد سزا وړه خبره نه ده ۔ په هغه چې کوم تورنه لګول شوي دي په هغوی کې په سياسي چارو کې لاس وهنه هم ده ۔

هغه زياته کړه:"په دې تورونو د دومره لويې چوکۍ پوځي افسر ته سزا ورکول به د دې هیواد په سياست ژور اغيز پرې باسي"

په اسلام اباد کې د "دنيا ټې وي" د دفاعي چارو خبريال او تحلیګر محمد عمران مشال راډيو ته وويل چې دا لومړی ځل نه دی چې يو متقاعد جنرال ته پوځي محکمه سزا ورکوي ، تر دې وړاندې هم پخوانيو جنرالانو ته سزاګانې ورکړل شوې دي ۔

هغه وويل: "د دې سزا مطلب دا دی چې يو کس هغه ته د سپارل شوې دندې نه تجاوز کړی دی ۔ په پوځ کې يو نظام دی چې خپل کار و نه کړې نو سزا به مومې ۔ که څوک خپل کار په ښه توګه سر ته رسوي نو هيڅ ستونزه به نه وي ۔ زما په خيال د فيض حميد د سزا به په پوځ کې دننه هيڅ منفي اغيز نه وي."

فيض حميد د پيښور او بهاولپور د قول اردو د قومندان په توګه هم په پوځ کې دنده ترسره کړې ده۔

راپور: راشد خټک ، مشال ريډيو ، اسلام اباد

XS
SM
MD
LG