د استرالیا د کډوالو شورا (RCOA) د هغو راپورونو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې ښایي په پلازمینه کانبیرا کې د افغانستان سفارت بند شي. دې شورا په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي، دغه اندیښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې ویل کیږي ښایي د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت د طالبانو د حکومت ترفشارلاندې چې په هغه هیواد کې یې د سفیر د لرې کولو غوښتنه کړې سفارت بند کړي.
دې شورا د استراليا له فدرالي حکومت څخه غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې سفارت بند نشي او په دې هیواد کې مېشت افغانان له مهمو قونسلي او دیپلوماتیکو خدماتو بې برخې پاتې نه شي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په جون په میاشت کې، په استرالیا کې میشت د هغو افغانانو شمیر ۷۸ زره او ۳۷۰ کسانو ته رسیده چې په افغانستان کې زېږېدلي دي. د استرالیا د کډوالو شورا اندېښنه لري چې د سفارت بندیدل ښايي د طالبانو له واکمنۍ سره د قونسلي اړیکو د پیل په توګه و انګیرل شي او زیاتوي ډېری افغانانو سره دا پوښتنې راولاړې شوې چې په راتلونکي کې به د سفر اسناد څنګه صادریږي او ایا هغوی به اړ شي چې له هماغو چارواکو سره اړیکه ونیسي چې ترې راتښتېدلي دي. د دې شورا په وینا له خوندي او باوري لارو پرته به زرګونه کسان د هویت د تثبیت، د ویزو د اخیستو، او د کورنۍ د یو ځای کېدو په چارو کې د ځنډ له خطر سره مخ شي. په استرالیا کې د افغانستان د سفارت د بندیدو په اړه دغه اندیښنې وروسته له هغې راپورته شوي چې درې ورځې مخکې د لیندۍ په ۱۶ د طالبانو حکومت د اسټرالیا له لوري د دوی پر څلورو لوړ پوړو چارواکو د بندیز اعلان غیرعادلانه وباله.
اسټرالیا د ډسمبرپه ۶ د هغه څه له کبله چې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره مخ په خرابېدو وضعیت بلل شوي، د طالبانو د حکومت پر څلورو چارواکو، د طالبانو د حکومت پرقاضي القضات عبدالحکیم حقاني د لوړو زده کړو پر وزیر ندا محمد ندیم، د عدلیې پر وزیر عبدالحکیم شرعي، او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر وزیر محمد خالد حنفي د سفر او مالي بندیزونه ولګول.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې وویل چې د غلطو معلوماتو او بې ګټې دریځونو پر ځای باید د نړۍ هیوادونه له افغانستان سره د تعامل لاره غوره کړي.