داسې مهال چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د طالبانو حکومت د محدودیتونو له امله پر ښځو د کار ساحه راتنګه شوې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې په دغه هیواد کې د ښځو په مشرۍ ادارې د بودجې د کمښت له امله له دندو د خپلو ۳۰ سلنه ښځینه کارکونکو ګوښه کولو ته اړې شوې دي.
دې ادارې پرون دوشنبه د دسمبر ۸مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، د مرستو د کمیدو له امله د ښځو په مشرۍ د هرو لسو ادارو او سازمانونو له ډلې څلور یې دې ته اړې شوي چې خپل ښځینه پرسونل دیرش سلنه کم کړي.
ملګرو ملتونو ویلي ډېری دا بنسټونه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ د سیسټم د ملا تیرګنل کیږي اوس مهال د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي.
یو این ومن د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت په دغه بیان کې لیکلي:"موږ نشو کولی چې د دوی مخکښ مشرتابه له لاسه ورکړو."
د ملګروملتونو د ښځو څانګې وړاندې د نړیوالو مرستو کمیدو ته په اشارې لیکلي چې له ډیری دغو سازمانونو او بنسټونو سره مرستې زښته زیاتې کمې شوي او هغوی یې اوس اړې کړي چې هغه ښځې هم له دندو ګوښه کړي چې تراوسه پورې یې د مرستو بهیر جاري ساتلی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یو این ومن راپور ورکړی وو چې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ سیمه ییزو بنسټونو د خپل تمویل نږدې پنځمه برخه له لاسه ورکړې ده.
دې ادارې ویلي واک ته د طالبانو له بیا ځلې رسېدو وروسته او د ښځو د ملاتړ د پخوانیو سیستمونو له ړنګېدو راهیسي میلیونونه ښځې د مرستې غوښتلو لپاره هیڅ ځای نه لري او اړینو خدمتونو ته د دوی لاس رسی په کلکه محدود شوی دی.
په همدې حال کې د کابل یوې اوسېدونکې چې د ښځو په یو بنسټ کې یې دنده درلوده او له کوره یې په انلاین بڼه کار کاوه د نوم نه ښودولو په شرط ازادي راډيو ته وویل، دنده یې له لاسه ورکړې او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
نوموړې وویل په داسې یو هیواد کې چې بې وزلي په کې له وړاندې په بې سارې ډول زیاته ده د مرستو کمښت ښځې لا اغیزمنوي."د مرستو کمښت په دې برخه کې د ښځو د لا ګوښه کېدو لامل شوی، په داسې حال کې چې په دولتي ادارو کې ښځې د کار اجازه نه لري، د زده کړو اجازه نه لري، او زیات شمېر ښځې د کورنۍ سرپرستانې دي، او اوس یې له موږ دا وروستۍ هیله هم واخیسته، په دې سره ښځې له رواني روحي او تر ټولو مهمه له لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي."
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي هغه میرمنې تر ټولو ډېرې زیانګالي دي چې د کورنیو مشري ورپه غاړه ده.
د ښځو د حقونو فعالې ې یاسمین یقین نبي زاده ازادي راډيو ته وویل:"په داسې یو هیواد کې چې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې وي، او له هر ډول محدودیتونو سره مخ وي، د ښځو د بنسټونو کمزورې کېدل د ښځو د لمنځه تللو په معنا دي، دا بنسټونه نه یوازې دفترونه دي بلکې په کې د کارکونکو ښځو او نجونو لپاره داسې ځایونه دي چې دوی په کې د خپل زړه غږ شریکولای شي او فکر کوي چې لا هم یو څوک شته چې اواز یې واوري او ستونزو ته یې غوږ کېږدي."
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دا تازه بیان داسې مهال دی چې دوه ورځې مخکې د دسمبر په اوومه دې ادارې، په افغانستان کې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د طالبانو د بندیز د درې میاشتو پوره کېدو سره ویلي وو، دغه بندیز د خېر ښیګڼې چارې متاثره کړي او په وینا یې، هر څومره چې اوږدیږي، په همغې اندازې ژوند ژغورونکي خدمتونه له خطر سره مخ کوي.
دوی دا هم ویلي چې افغان ښځینه کارکوونکو یې دې موده کې د کورونو او ټولنو له لارې د خیر ښیګڼې هڅو له هغې ډلې د زلزله ځپلو او پاکستان او ایرانه د راستنو شویو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
د طالبانو حکومت په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی چې له امله یې د بیلابیلو راپورونو پر بنسټ په دې هیواد کې د ښځو اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي .