د ډسمبر نهمه د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه وايي، نړۍ له ګڼو ننګونو، تراژیدیو، نابرابریو او بې عدالتیو سره مخ ده، چې ډیری یې له فساد سره تړلي دي. طالبان وایي هېچا ته د فساد اجازه نه ورکوي او دا ادعا هم کوي چې تر ډېره بریده یې دا پدیده ختمه کړې، خو خلک وایي فساد لا شته.
د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر خبرداری ورکړی چې د طالبانو حکومت باید له اسلام اباد سره د اړیکو د ساتلو او د پاکستاني طالبانو د ملاتړ ترمنځ یو انتخاب کړي.
د اوکراین ولسمشر وايي چې په لندن کې د بریتانیا، جرمني او فرانسې له مشرانو سره خبرې "رغنده" وې، او زیاته یې کړه چې د سولې د پلان لپاره وړاندیزونه وروستي کیږي او د سې شنبې په ورځ به له متحده ایالاتو سره شریک شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې فقر او خوارځواکي زیاته شوې او تمه کېږي چې دا وضعیت به د ژمي په موسم کې لا نور هم خراب شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځایي ښځینه کارکوونکې وایي، د دوی نه کارکولو د اړمنو ښځو پر ژوند ناوړه اغیز کړی دی. د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې درې میاشتې وړاندې کارځایونو ته له تګه منع شوي او همدا پرون د دغه سازمان د ښځو څانګې یو ځل بیا د یاد بندیز د لرې کېدو غوښتنه وکړه.
د طالبانو حکومت د اسټرالیا له لوري د دوی په څلورو لوړ پوړو چارواکو د بندیز اعلان غیر عادلانه بللی دی. د طالبانو حکومت ته د نږدې رسنۍ حریت د راپور له مخې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند ادعا کړې چې د دوی د هڅو په پایله کې اوس افغان میرمنو د خپلو حقونو د غوښتلو جرات پیدا کړی دی.
د سپین بولدک – چمن دروازه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ پرانستل شوه. په سپین بولدک او چمن کې لږ ترلږه دوه ځايي سرچینو ازادي راډيو ته تایید کړه چې دغه دروازه چې د وړمې شپې د جګړې له امله تړل شوې وه نن د ورځې شاوخوا یولس بجې پرانستل شوې ده.
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د طالبانو د بندیز ټیک درې میاشتې پوره شوې.
یو شمیر کابل ښاریان وايي، د ژمي په راتګ سره ناروغۍ ډیرې شوي، داسې مهال چې ډیرې دوی شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ او د درملنې وس نه لري. دوی زیاتوي چې، بې روزګارۍ سخت ځپلې دي.
د غزې له تړانګې د اسراییلي ځواکونو وتل او هلته د ثبات ساتونکو ځواکونو ځای پرځای کېدل هغه اقدام دی چې د متحدوایالاتو او ملګروملتونو په ملاتړ د سولې په پلان کې یې یادونه شوې ده.
نور راوښيه